Uncategorized

ولسمشر غني د لوړو زدکړو وزارت مسولینو سره ولیدل

ولسمشر محمداشرف غني پرون ماسښین د مسلکي تعلیماتو او لوړو زدکړو اونۍ په لړ کې د لوړو زدکړو وزارت رهبري سره په ناسته کې د یاد وزارت د برنامو د تطبیق، فعالیتونو او لاسته راوړنو د څرنګوالي راپور واورېد.

په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، د لوړو زدکړو وزیر او د یاد وزارت معین د محصلینو د خدماتو ریاست د ایجاد، د تحصیلي نصاب د بیا کتنې، د تقنیني اسنادو د تدوین، د ۱۴۰۰ کال د برنامو، پوهنتونونو لپاره د څېړنیزو پروژو د تخصیص، د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ طرحې او د یاد وزارت د پروژو د تطبیق په اړه چې په ښارجوړولو او ځمکو وزارت کې ځنډېدلي، خپل معلومات له جمهوررئیس سره شریک کړل.

fb img 1621841564325

ولسمشر غني د یاد راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته په ټینګار وویل، مالیې وزارت باید د پوهنتونو مالي خپلواکۍ طرحې د پړاوونو بشپړولو په برخه کې جدي همکاري وکړي.همداراز جمهوررئیس د لوړو زدکړو وزارت د پروژو د بیا پیلېدو په اړه چې په ښارجوړولو او ځمکو وزارت کې ځنډېدلي لارښوونه وکړه،

نوموړي وویل یاد وزارتونه دې د ځنډېدلو پروژو د تطبیق په برخه کې ګډه جدي همکاري وکړي.د یادې کتنې په پای کې د هیواد جمهوررئیس د تحصیلي نصاب د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ وې ویل، پوهنتونونه باید د هیواد د اړتیاو مطابق محصلین وروزي.

هغه زیاته کړه، په روان کال کې د حکومت تر ټولو ستر لومړیتوب دیجیټلي کېدل دي او د لوړو زدکړو وزارت رهبري څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې پر یوې طرحې کار وکړي.هغه وویل اوس وخت باید بې له ډیجیټل سازی یو اداره هم پاتې نشي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button