نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د ملالې میوند له کورنۍ سره غمشریکي وکړه

ولسمشر غني د ملالې میوند له کورنۍ سره غمشریکي وکړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني چې د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه یې دغه ولایت ته سفر کړی وو، پرون ماښام بېرته کابل ته راستون شو.

ولسمشر غني کابل ته له روانېدو مخکې په جلال اباد ښار کې د ملالې میوند کورنۍ سره وکتل او یو ځل بیا یې د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړل.په پیل کې د ملالې میوند ورور په خپلو خبرو کې ملاله د هیواد او ولس شهیده او د سولې ارمانجنه وبلله، وې ویل دا زموږ د کور ګټیالۍ وه چې په شهادت سره یې موږ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شو. نوموړي د ننګرهار والي څخه په مننې وویل،

هیله ده دولت له موږ سره د سرپنا په برخه کې لازمه همکاري وکړي.د هغې نه وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امراالله صالح د ملالې میوند کورنۍ ته تسلیت ووایه، زیاته یې کړه اقتصادي ستونزې به مو حل او د زعفران ښارګوټي د استوګنې نمرو وېش لیست کې به مو په پام کې ونیسو.تو تر اخره به مو کلاړ وکړو.ځکه ملاله یوه تکړه ځوانه مبارزه وه او موږ غواړو چې د هغې یاد تازه وساتل شي

د صالح د خبرو نه وروسته د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل په خپلو خبرو کې وویل، تر کومه چې ما ملاله میوند پېژندله هغه یوه باجرئته او سپیڅلې پېغله وه او د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست ته مې دنده سپارلې چې کورنۍ سره یې اوږدمهاله مرسته وکړي.هغه وویل چې زه خپله د دوی کور ته ورغلی وم او د دوی عمومي وضعیت مو ولید چې اقتصادي ستونزې ډېرې دي او مونږ په دې حقله هڅه کوو چې د دوي اقتصادي ستونزې حل کړو.

ولسمشر غني د ملالې میوند له کورنۍ سره غمشریکي وکړه
ولسمشر غني د ملالې میوند له کورنۍ سره غمشریکي وکړه

جمهور ریس غني د یادو ویناوالو د خبرو وروسته د ملالی میوند فامیل سره غمشریکي پر مهال د نوموړې کورنی سره پنځه لکه افغانی نغدې مرسته وکړه او وی ویل تاسې ته به د کار کولو زمینه برابره او د پیاوړې ملالی یاد به تازه وساتل شي. نوموړي د دوي سره د کتنې وروسته خپل سفر پای ته ورسو او بېګا ما ښام کابل ته راستون شو.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button