ولسمشر غني د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت رهبری سره غونډه ترسره کړه

ولسمشر غني د کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارت رهبري سره غونډه ترسره کړه.جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارت رهبري پلاوي سره په ناسته کې، د دوی د کړنو او فعالیتونو راپور واورېد.
په پیل کې د یاد وزارت رهبري د خپلو چارو او فعالیتونو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.ولسمشر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، ستاسې کړنې باید پر محصولاتو، تولیداتو، کرنیزو توکو او وارداتو او د هیواد پر صادراتو عیني اغېزې ولري.هغه وویل دا باید معلوم شي چې مونږ څومره صادراتو باندې کار کړی .

جمهوررئیس څرګنده کړه، د شوراګانو او خلکو غږ دې واورېدل شي، ستاسې لومړیتوبونه او تغییرات باید د خلکو پر ژوند پام وړ اغېز ولري.هغه وویل مونږ باید ولس ته داسې کار وکړو چې د دوی په ژوند باندې مستقیم اثر ولري. او د دوی اینده بامدې هم مثبت تاثیر وکړي.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو وویل، حکومت د خلکو خدمتګار دی او د ولایتونو، ولسوالیو او سیمو ترمنځ همغږۍ باید پیاوړې شي.هغه وویل زمونږ خدمات باید د هیواد ګډ ګډ ته ورسیږي تر څو مود خلکو ژوند کې ارامتیا او سکون راشي.او اینده ېې هم جوړه شي.
د یادولو وړ ده چې د کلیو او پراختیا وزارت د هېواد په ګډ ګډ کې مختلفو پروژو باندې کار کوي او د خلکو ژوند لپاره اسانتیاوې برابروي دوی د مختلفو ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې مکتبونه او مدرسې هم جوړې کړي.دوی د ولاباتو لپاره لا هم نورې پروژې هم منظوروي او د هیوادوالو لپاره سهولت برابروي.