نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د کوچیانو مشرانو او استازو سره لیدنه ترسره کړه

ولسمشر غني د کوچیانو مشرانو او استازو سره لیدنه ترسره کړه.جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د کوچیانو یو شمېر مشرانو او استازو سره په سلامخانه ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې د کوچیانو استازو له نظام، بیرغ د جمهوررئیس ملي برنامو او سولې پروسې څخه خپل ټینګ ملاتړ اعلان او ډاډ یې ورکړ، چې د تل په څېر د هیواد دفاع ته چمتو دي. دوی د سولې، ملي پروژو او کوچیانو ته د پاملرنې له امله د جمهوررئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه.اوډاډ ېې ورکړ چې کوچیان به د تل په څېر د جمهوریت ملاتړ ته دوام ورکړي.

جمهوررئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، موږ د سولې لپاره ډېر څه وکړل، خو د جګړې، وژنو او ورانیو مسوول طالبان دي، که دوی افغانان وي، را دې شي چې د هیواد په اړه پایلې ته ورسېږو.د هیواد جمهوررئیس د کوچیانو مشرانو ته په خطاب کې وویل، زما له لوري عام واک لرئ، طالبانو ته په جرګه ورشئ، ملا هیبت الله که ژوندی وي پیدا یې کړئ چې په کوم غار کې دی او د سولې جرګه ورسره وکړئ

fb img 1627865802624

محمداشرف غني وویل، زما دنده د نظام ساتل دي، چې د نظام په چوکاټ کې سوله وشي. ما بار بار طالبانو ته ویلي چې واک به ولس ته ورکړو، ټاکنو ته به زمینه برابره کړو، هرڅوک چې ولس زما د ځایناستي په توګه انتخاب کړ، زه به واک ور وسپارم.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د دې وخت راغلی چې له ټوپک سره مخه ښه او د هیواد دابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره ګډ کار وشي. ځکه د ډېر وخت راهیسې مونږ په پردي جنګ کې ښکېل یو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button