نړیوال خبرونه

ولسمشر غني: د یو ایس ایډ مرستې باید نتیجه مهوره وي

ولسمشر غني: د یو ایس ایډ (USAID) مرستې باید نتیجه مهوره وي ارګ کې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې د فعالیتونو په اړه ناسته وشوه. ولسمشرغني پرون ماښام د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې (USAID) مسوولینو سره په سره په وروستي وضعیت ناسته وکړه.

ولسمر غني په افغانستان کې د دوی د پروژو په اړه خبري وکړې.دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه او د امریکا متحدو ایالاتونو سفیر هم حضور درلود، یادو مسوولینو په افغانستان کې د دیموکراسۍ، له فساد سره د مبارزې په ګډون د حکومتولۍ، د روغتیا او پوهنې سکتورونو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو د لازیات ملاتړ په برخو کې د خپلو راتلونکو پروژو په اړه، معلومات وړاندې کړل.

fb img 1622443424013

دوی وویل د سولې په برخه کې زموږ ستراتېژي روان وضعیت ته په پام له دغې پروسې ملاتړ دی چې د تلپاتې او عادلانه سولې د ترلاسه کولو په برخه کې له افغانانو او دا چې دوی د سولې پروسې مالکان وي، مرسته او همداراز د اساسي خدمتونو وړاندې کولو او بشردوستانه مرستو په برخه کې به له دوی زیات ملاتړ وکړو.

جمهوررئیس غني د یادې ادارې د فعالیتونو مننه وکړه وې ویل، د افغان حکومت لومړیتوب د اوبو مدیریت او د کرنې پراختیا او همداراز پر پروسس او صادراتو تمرکز دی.د هیواد ولسمشر پر دې په ټینګار چې ولسي تړون زموږ موخه ده وویل موږ به پرافغاني تولیداتو زیات تمرکز وکړو او د اساسي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې باید ستاسې مرستې نتیجه محوره وي.

ولسمشر غنی وویل، د خدمتونو وړاندې کول باید اولویت بندي او پکې د ټولنې پر درې اقشارو چې ښځې، ځوانان او بې وزلي پکې شامل دي، زیات تمرکز کوو.نوموړی د خپلو خبرو په پای کې وویل، د سولې په برخه کې یوې لازمې اجماع ته رسېدلي یوو او په دې اړه به د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره زما د مشورو لړۍ دوام ولري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button