ولسمشر غني: لوی اختر کې دې د هېواد سرتیرو ته خاص پاملرنه وشي
د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.په دې غونډه کې د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت ټینګار وشو چې د اختر په مراسمو کې دې د سرتېرو نوم او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مقام او سرښندنو ستاینه وشي.
همداراز د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو کورنیو په ځانګړي ډول د کاپیسا ولایت د مرستیال شهید عزیز الرحمن تواب، په کندهار ولایت کې د جیساک معاونیت ټیم مرستیال شهید ډګروال محمد صدیق کرزي، د رویټرز خبري اژانس خبریال او عکاس دانش صدیقي او نورو نوم ورکو قربانیانو سره غمشریکي وشوه او اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارل شوه،
ترڅو د یادو پېښو کورنیو او ټپیانو ته رسیدګي وکړي.په دې غونډه کې د قاطع مدیریت او تصمیم نیولو، د سلسله مراتبو رعایت کولو، د ولایتي مسوولینو د همغږۍ او لوړې روحیې چې په ښارونو کې د دښمن د بریدونو دفع کولو لامل شوي دي، د یادولو ترڅنګ ټینګار وشو چې د والیانو او کارنېزونونو د هڅو او نوښتونو چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدو شاهدان وو، ستاینه وشي.
په همدې ترتیب، له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د بګرام هوایي ډګر د مسوولیت لېږد او په یاد هوایي ډګر کې د موجودو وسایلو او امکاناتو په اړه معلومات ورکړل شول او وویل شول چې له دې هوایي ډګر څخه د هر اړخیزې استفادې په اړه دې له اقتصادي او ټولنیز اړخه منظم پلانونه ترتیب شي.
په دې غونډه کې د ملکي هوایي چلند ادارې له مخکېني او اوسني رئیس څخه د خوست هوایي ډګر د چارو چټکولو او پرانیستو او همداراز د بهرنیو چارو وزارت له رهبرۍ او کارکوونکو، په اوزبیکستان کې د مېشتو افغان ډیپلوماتانو