نړیوال خبرونه

ولسمشر غني: هیڅ کله به تسلیم نشي

ولسمشر غني: هیڅ کله به تسلیم نشي۔د هېواد ولسمشر اشرف غني پرون پخپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بيا طالبان مخاطب کړل او ويې ويل چې د روانو وژنو مسول طالبان دي.هغه ویلي اوس وخت رارسېدلی چې باید طالبان په هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.

ولسمشر غني په هېواد کې د جګړې او تاوتريخوالي د کچې د‌لوړېدو سبب او مسول طالبان وبلل او ويې ویل چې د روان حالت د پايلو د ويجاړۍ د وینې تويونې مسول طالبان دي.ولسمشر چې د خپلو واليانو سره یې په انلاين بڼه خبرې کولې وويل چې که چېرې طالبان فکر کوي چې دوی به ورته تسليم شي نو دا ارمان به يې هېڅکله هم پوره نشي.د ولسمشر غني په خبرو کې دا دریم ټکی يو څه حيرانونکی و، ځکه تر څه مودې وړاندې پخپله د حکومت پالیسي د طالبانو په وړاندې دا وه چې طالبان بايد وسلې حکومت ته وسپاري

img 20210707 115950

هغه وویل او راشي په افغان ټولنه کې مدغم شي، يانې که ښکاره یې ووايو دا يو ډول با نزاکته تسليمي وه چې حکومت له طالبانو غوښته. مګر نن پخپله د حکومت لومړی کس طالبانو ته وايي چې نه موږ نه تسليمېږو، په ادبیاتو کې دومره لوړه کچه بدلون به د څه ښکارندويي کوي د حکومت د ضعف او که د ولسمشر غني د بې کنترول او نا سنجيده خبرو او که پکې ښاغلي ولسمشر کوم بل مطلب درلود.

تېره ورځ د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم داسې يو اعتراف وکړ چې د افغان پوځ او په تبليغاتي ډګر کې د افغان حکومت په خلاف و، محب د يوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې وويل چې افغان پوځ د افغانستان په شمال کې د طالبانو د برید تمه نه درلوده او کله چې طالبانو د هېواد په شمال کې بریدونه پيل کړل نو افغان پوځيان حيران شول.

د چارو کارپوهان وايي چې حساس وخت دی او د هر افغان لوړ پوړي چارواکي خبرې او څرګندونې بايد په وروستۍ درجه مسوولانه وي ځکه دا خبرې په مستقيم ډول د افغانستان د پوځ په روحیه باندې اغېز لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button