نړیوال خبرونه

ولسمشر غني یو شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ټلیفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس غني د لومړۍ کرښې امنیتي او دفاعي منسوبینو سره د ټلیفوني خبرو په لړ کې نن ماسپښین د هلمند امنیه قومند مل پاسوال خالد وردګ، د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار جنرال عبدالحکیم نجرابي، د بغلان امنیه قومندانۍ جنایي مدیر سمونوال نظیف الله خرمي او د هرات امنیه قومندان مل پاسوال سید معراج سادات سره خبرې وکړې.

ولسمشر د هلمند امنیه قومندان خالد وردګ سره په ټلیفوني تماس کې نوموړي ته د مل پاسوالۍ رتبې مبارکي ورکړه، د نوموړي او ټولو همسنګرانو د اتلولۍ او مقاومت مننه یې وکړه، وې ویل تاسې تاریخ جوړونکي یاست او له ملي نوامیسو دفاع ډېره ارزښتناکه ده.د هلمند امنیه قومندان د جمهوررئیس ټلیفوني تماس څخه په مننې وویل، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د وطن، وطنوالو او جمهوري نظام دفاع کوم.همداراز جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار جنرال عبدالحکیم نجرابي سره په ټلیفوني تماس کې د نوموړي د هڅو او مقاومت مننه وکړه.

جنرال نجرابي وویل، همدااوس د نجراب وکیلان د جګړې په لومړۍ کرښه کې د هیواد او هیوادوالو پر دفاع بوخت وي. موږ به په ټول توان له جمهوريت او امنیتي او دفاعي ځواکونو د دفاع په برخه کې هڅې وکړو. هغه زیاته کړه، طالبان له جنایت او ورانۍ مه واره بل څه نه لري.

fb img 1627996676582

د هیواد جمهوررئیس په جلا ټلیفوني اړیکه کې له پلخمري څخه د دفاع په برخه کې د بغلان امنیه قومندانۍ جنایي مدیر سمونوال نظیف الله خرمي او دده د همسنګرانو مېړانه وستایله. په مقابل کې خرمي د جمهوررئیس د تشویق او ملاتړ مننه وکړه وې ویل، موږ د لوړې مراسمو کې هم سوګندکړی وو چې د وطن له لوېشت لوېشت خاورې به دفاع کوو.

ولسمشر محمداشرف غني د هرات امنیه قومندان مل پاسوال سیدمعراج سادات سره په ټلیفوني تماس کې مل پاسوالۍ رتبې ته د نوموړي د ارتقا په موخه مبارکي وویله او د هغه او ټولو همسنګرانو له مقاومت یې مننه وکړه.د هرات امنیه قومندان مل پاسوال سیدمعراج سادات د جمهوررئیس د ټلیفوني تماس مننه وکړه وې ویل، هر هغه څه چې په توان کې لرو د خپل وطن او وطنوالو دفاع پرې کوو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button