ولسمشر غنی د امریکا متحدو ایالتوبین الوزارتي پلاوي سره وکتل

ولسمشر غنی د امریکا متحدو ایالتوبین الوزارتي پلاوي سره وکتل. ولسمشر محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یاد هیواد بین الوزارتي پلاوي سره، وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا او د سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي، دفاعي او اقتصادي اړیکو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.د امریکا متحدو ایالتونو پلاوي په دغو خبرو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هر کال د یاد هیواد د ۳،۳ میلیارد ډالرو مرستې د دوام په یادولو سره، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول هوايي ځواک او د اقتصادي او بشري حقونو برخو په ملاتړ د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت پیغام، بیان کړ.
یاد پلاوي زیاته کړه، مطلوبې موخې ته د رسېدو په خاطر چې مستقل، متحد، بې پرې، ولسواک او سوله ییز افغانستان دی هڅه کوو، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې شي.د دغې کتنې په پای کې دواړو لوریو د همکاریو پر پراختیا او د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماتیکو او امنیتي اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې د افغانستان حکومت سره به په راتلونکو ورځو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د بشري حقونو او اقتصادي برخو کې د همکاریو په اړه د یاد پلاوي بحثونه دوام ولري.او په همدې پروسه به مزید بحثونه وشي.
د یادولو وړ ده چې ښاعلی زلمی خلیلزاد څو ورځو راهیسې د سیمې په سفر راوتلی دی دوی غواړي چې د سیمې هېوادونو مشزانو سره اوګوري او د افغان په هکله ورسره تفصیلي خبرېوکړي تر څو دویپه خپل اینده پلانونو باندې پوه شي.