نړیوال خبرونه

ولسمشر غنی د اوزبیکستان جمهوررئیس سره لیدنه ترسره کړه

ولسمشر غنی د اوزبیکستان جمهوررئیس سره لیدنه ترسره کړه جمهوررئیس محمد اشرف غني اوزبیکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ نن له غرمې مخکې د اوزبیکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف سره وکتل.

د اوزبیکستان د جمهوري ریاست کوک سرای ماڼۍ کې د یاد هیواد جمهوررئیس شوکت میرضیایف جمهوررئیس محمداشرف غني او ورسره پلاوي ته تود هرکلی ووایه.دواړو جمهوررئیسانو د اوزبیکستان او افغانستان د ګډې پولې د امنیت د لا ټینګښت، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، ترانزیټ، د برېښنا لېږد او اورګاډي پټلۍ، افغان سولې او سیمه ییزې اجماع په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې پر دې هم ټینګار وشو چې پلازمېنه تاشکند سباني جوړېدونکي د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونو او ننګونو بین المللي کنفرانس کې باید ټول په ځانګړي ډول ګډون کوونکي هیوادونه د افغانستان د سولې پروسې، نظام او خلکو ملاتړ ته وهڅول شي.

fb img 1626354270228

د اوزبیکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف وویل، هیواد یې د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ او په بېلابېلو برخو کې خپلو دوامدارو همکاریو ته ژمن دی.هغه وویل مونږ همیشه د افغانستان خیر غواړو او داسې یو نظام پکې غواړو چې د افغانانو په ګټه وي.

په پای کې جمهوررئیس غني د جمهوررئیس شوکت میرضیایف د ښه نیت ، د همکاریو د ژمنتیا او مېلمه پالنې قدرداني وکړه هغه وویل هر وخت د ازبیکستان زمونږ ښه استقبال کړی چې مونږ ترینه په همدې لړ کې مننه کوو.هغه ووی چې د ازبیکستان رول د افغان سوله کې مهم دی.او مونږ ورته سترګې په لار یو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button