نړیوال خبرونه

ولسي جرګه:د عامه شتمنیو د چوراجازه هیڅ چا ته نه ورکوو

ولسي جرګه:د عامه شتمنیو د چوراجازه هیڅ چا ته نه ورکوو له هغه وروسته چې د بودیجې د رد له امله ولسمشر اشرف غني په ولسي جرګه نیوکې وکړې او د بودیجې چمتو کول يې د حکومت صلاحیت وباله د ولسي جرګې مشررحماني يې په ځواب کې ویلي، چې  حکومت ته د عامه شتمنیو د اختلاس اجازه نه ورکوو.

ولسمشر غني څو ورځې مښکې د پارلمان لخوا د ۱۴۰۰م مالي کال د بودیجې د رد کېدو په غبرګون کې ویلي وو، چې د بودیجې چمتو کول د اجرائیه قوې صلاحیت دی او حکومت «سلیقوې پروژې» په بودیجه کې ځایولای نشي.د غني له قوله، د ولسي جرګې دنده داده چې بودیجه په بشپړ ډول رد او یا هم په بشپړ ډول ومني.د ولسي جرګې غړو په ناسته کې د اشرف غني څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی

دوی ولسمشر غني تورن کړی چې تیاره ذهنه» او له قوانینو ناخبره دی؛ خو ددوی له قوله، ولسي جرګه به اجازه ورنکړي چې یو څوک له اساسي قانون څخه خپل شخصي تعبیر وکړي او د عامه شتمنۍ اختلاس کړي.د ولسي جرګې د مشر «میر رحمان رحماني» په خبره، د اساسي قانون په اساس د بودیجي چمتو کول د حکومت دنده ده؛  خو د تصویب او تعدیل واک یې له ولسي جرګې سره دی.رحماني ددې تر څنګ ټینکار کړی، چې بودیجه باید په متوازن ډول چمتو شي او د کم معاش لرونکو مامورینو ته لوړ معاشونه وټاکل شي.

د غني او پارلمان تر منځ جنجال وروسته له هغه دی، چې کابو یوه اوونۍ وړاندې ولسي جرګې د حکومت له لوري ور وړاندې شوې بودیجه غیرمتوازنه وبلله او رد یې کړه.د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون وویل ،چې پارلمان ته وړاندې شوې بودیجه اوولس جدي مشکلات لري، چې له امله یې پارلمان نشي کولای یاده بودیجه قبوله کړي.

ولسي جرګه:د عامه شتمنیو د چوراجازه هیڅ چا ته نه ورکوو
ولسي جرګه:د عامه شتمنیو د چوراجازه هیڅ چا ته نه ورکوو

د بودیجې کمېسیون په وینا د ۱۱۳۱ ولایتي پروژو لیري کول، ۹۱ او ۹۲ کوډونو ته د میلیارډونو افغانیو ځانګړي کول او له بودیجی څخه یوه برخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي واحد په واک کې ورکول د بودیجې له ستونزو څخه دي.دوی وای چې هیڅ کله به دا اجازه ورنکړي چې چارواکی دا ډول کړنې تر سره کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button