نړیوال خبرونه

ولسي جرګه: دامنیت سکتور وزیران امنیت لپاره کار نکوي

ولسي جرګه: دامنیت سکتور وزیران امنیت لپاره کار نکوي وروسته له هغه چې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هدفي وژنو بمي چاودنو او جګړې زیاتې شوي له ځانه سره یې یو شمېر غبرګونونه هم لري اوسمهال ولسي جرګه امنیتي ادارې ناکامه بللي.

هغوی وایي امنیتي وزیرانو ته يې له دې امله چې حالت ژر تر ژره کابو کړي رایه ورکړه او هیله يې وه چې امنیت سم سي خو له دوی څخه امنیتي مسایل پاتي او په شخصي ګمارنو  او چارو لګیادي په کابل کې هر سهار په چادونو پیلیږي او د ورځې په اوږدو کې نوري پیښي هم رامنځ ته کیږي چې د خلکو اندېښنې يې راپارولې د افغانستان ولسي جرګې امنیتي ادارې د کابل د امنیت په تامین کې ناکامې بللې ولسي جرګې ویلي په کابل کې وروستي بریدونه او هدفي وژنې د اندېښنې وړ دي.

ولسي جرګه: دامنیت سکتور وزیران امنیت لپاره کار نکوي
ولسي جرګه: دامنیت سکتور وزیران امنیت لپاره کار نکوي

اوس په دې سره د امنیتي ځواکونوکمزوري په ګوته کیږي.هغوی وايي دا ډول پيښي اوس تر بل هر وخت زیاتي شوي چې د اندېښنې وړ دي، پرون او نن سهار هم  د کابل په څلورمه ناحیه کې  د پولیسو پر یو رنجر چاودنه ترسره شوه.او هره ورځ کابل کې یو نه یو چاودنه کیږي او عام وګړي پکې شهیدانیږي. چې دا هیچا ته دا د منلو وړ ندی.

اوس تازه د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې د کابل پولیسو شمېر دوه برابره کوي ترڅو د کابل امنیت مدیریت کړي خو، پوښتنه داده چې یوازي که کابل امن شي ښايي د نا امنیو او هدفي وژنو دا لړۍ نورو ولایتونو ته وغځيږي نو بیا به دولت هلته څه چاره کوي.ځکه دول دومره امکانات او بودیجه هم نه لري چې ټول ولایاتو امن په سمه توګه وساتل شي.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې نا امنۍ زور اخیستی او تراوسه يې د کابو کولو لپاره کوم اقدام نه دی سوی خو دا حل لاره نسي کیدلای چې په هر ولایت او سیمه کې دي د پولیسو شمېر زیات سي خلک غوښتنه لري چې په امنیتي سکتور کې دي  د اصلاحاتو په راوستلو سره امنیت تامین

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button