نړیوال خبرونه

ولسي جرګه: د حکومت پلاوۍ په مزاکراتي اصولونه پوهيږي

ولسي جرګه: د حکومت پلاوۍ په مزاکراتي اصولونه پوهيږي په داسې حال کې چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي ټیم له طالبانو سره د خبرو پيلولو په موخه دوحې ته سفر وکړي ؛ دافغانستان دولت ولسي جرګه وایي، مذاکراتي پلاوی د هغو موضوعاتو په اړه معلومات نه لري،چې طالبانو سره پرې خبرې وکړي.

د پارلمان رییس «میر رحمان رحماني» پرون د پارلمان عمومي ناستې ته ویلي، چې دولت د پارلمان غړي د سولې له جریاناتو نه خبروي او حتی مذاکراتي ټیم هم په هغه څه نه دی خبر چې له طالبانو سره به ورباندې خبرې کوي « رښتیا هم پارلمان د مذاکراتو په تړاو ندی خبر ، حتی زه هم چې د سولې په ډېرو ناستو کې ګډون هم لرم، نه پوهېږم چې د سولې پروسه به کوم طرف ته لاړه شي.

د نوموړي په وینا ، پارلمان هم سولې په جریاناتو باندې یوازې له مطبوعاتو خبرېږي او مذاکراتي ټيم هم نه پوهېږي، چې په راتلونکي کې به په کومو موضوعاتو مزاکرات کوي هغه وویل چې افغان دولت باید ټول پارلمان په جيریان کې وساتي ځکه که جيریان کې نه شي نو چې کومه پرېکړه وشي دا به بیا ټول ملت ته د منلو وړنه وي ځکه پارملان کې ټول د ملت استازي دي او د ملت نمایندګي کوي.

د سولې په جریاناتو د نه خبرېدو له امله د پارلمان ګیله داسې مهال ده، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو پیلولو په هدف دوحې ته ولاړ شي.او هلته به دسولې په خبرو کې په اوربند او نور د سولې موضوعاتو باندې خبرې وشي. دواړه لورې پلاوي هم چمتو دي فقط د وخت او د ځاۍ ټاکل پاتې دي چې بیا با مزاکرات پيل شي.

جمهور ریس اشرف غني تر دې وړاندې په بیا، بیا ویلي وو چې له طالبانو سره پر مذاکراتي مېز باندې بحث کېدونکې هره خبره به د هوکړې په موخه پارلمان ته وړي او تر هغه وروسته که اړتیا وه په اړه به یې مشورتي لویه جرګه رابولي.خو اوس برعکس ولسي جرګه هيځ د دې خبرو نه نده خبره او په اړه ېې ورسره هیځ معلومات هم ندي شریک کړي .

ولسي جرګه: د حکومت پلاوۍ په مزاکراتي اصولونه پوهيږي
ولسي جرګه: د حکومت پلاوۍ په مزاکراتي اصولونه پوهيږي

اوس دولت ته پکار ده چې د نورو سیاستوالو ترځنګ ولسي جرګې سره هم دغه موضوع ګانې شریکې کړي ترڅو دویي هم ورسره د سولې په اړه خپل نظرونه شریک کړي او یو سیاسي او ولسي اجماع سره د سولې خبرو کې مخې ته لاړشي. او افغانستان یو باثباته سوله ولري ځکه افغانستان کې د ډېر وخت راهیسې جنګ پیل دی او باید نور دا جنګ بند شي او یو باثباته سوله قایمه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button