نړیوال خبرونه

ولسي جرګې د ١٤٠٠ مالي کال بودیجه رد کړه

ولسي جرګې د ١٤٠٠ مالي کال بودیجه رد کړه د ولسي جرګې غړیو په خپلې عمومي غونډه کې د رایو په اکثریت د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د رایو په اکثریت رد کړه او ویلي یې دي چې دغه بودجه عادلانه نه وه ترتیب شوې.دوي ویلی باید د ولایاتو لپاره مناسب بودیجه ترتیب شي

دپارلمان غړي ویلي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه کې د امتیازي معاشونو او اضافي لګښتونو لپاره ملیاردونه افغانۍ ځانګړې شوې دي چې دوی ته د منلو وړ نه دي دوی ویلی دغه بودیجه کې هیڅ عدالت ندی تامین شوی باید بودیجه ملی اووسیږي.دوی ویلي چې حکومت د دې پر ځای چې د ښوونکو او ټیټ پوړو مامورینو معاشات لوړ کړي، د لوړ پوړو چارواکو معاشات یې لوړ کړي او داسې یو سیستم یې جوړ کړی چې د سیاسي اړیکو له مخې د لوړ پوړو چارواکو نږدې کسان لوړ او غیر عادلانه معاشونه اخلي.

د پارلمان غړي ټینګار کوي چې باید د مامورینو په معاشونو کې عدالت رامنځته شي او په ځانګړې توګه د ښوونکو معاشونه باید لوړ کړل شي ځکه په دې سختو شرایطو کې دوی په کمو معاشونو کار کوي.ولسي جرګې په داسې حال کې د نوي مالي کال بودجه رد کړه چې لا هم په دولتي ادارو کې پراخ فساد روان دی او نه یوازې مفسدین محاکمه شوي نه دي، بلکې د فساد کچه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.

د۹۱ کوډ میلیونونه ناقانونه پیسې ایستل، د کرونا پیسو کې میلیوني فساد، د ملي امنیت ادارې میلیونه اوپراتیفي پیسې تالا کېدل، ګمرکونو کې فساد او یو شمېر نور غیرقانوني لګښتونه د مالي فساد عمده بېلګې دي.دوی وای باید بودیجه غیر ضروري سکتورونو ته کمه کړل شي

ولسي جرګې د ١٤٠٠ مالي کال بودیجه رد کړه
ولسي جرګې د ١٤٠٠ مالي کال بودیجه رد کړه

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ کال بودجې په رد کېدو ولس ته یو څه ژمنیتا وښوده او هیله دا ده چې د تېرو فسادونو په اړه هم څېړنې وکړي، تر څو په راتلونکي کې چارواکو ته یو سبق شي او د فساد مخه ونیول شي.دوی وای دولت باید خپل ټول لګښتونه راکم کړي تر څو د دغه سکتورونو بودیجه په ملت ولګول شي. او عام وګړو ته کومک وشي

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button