ولې پاکستان کې هند ته د افغان سوداګرو صادرېدونکې توکي تر برید لاندې راځي؟
تېره ورځ هغه موټر سوځول شوی چې هند ته یې د افغانستان انځر لیږدول
افغان سوداګر وايي، د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته پر اوښتونکو هغو موټرونو برید کېږي، چې هند ته سوداګریز توکي لېږدوي.
په تازه پېښه کې له کندهاره پر انځرو بار هغه موټر د نامعلومو کسانو تر برید لاندې راغی چې د ګوادر بندر له لارې یې هند ته انځر لېږدول.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، دغه لارۍ د بلوچستان ایالات په لورلایي سیمه کې د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوې ده.
نور ولولئ: افغان سوداګر د سړو خونو له کموالي سر ټکوي
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مهمند وايي:«په دغې لارۍ کې د درې لکو امریکایی ډالرو په ارزښت انځر بار وو، چې د موټر سره یو ځای سوځول شوي دي. افغان سوداګر د پاکستان له لاري د ټرانزیټ په برخه کې ډېرې اندېښنې لري، او موږ د پاکستاني چارواکو سره د افغان سوداګرو د اندېښنو په اړه خبرې کړې دي او هغه ستونزي چي افغان سوداګرو پر وړاندې په پاکستان کې رامنځته کېږي باید د پاکستان حکومت یې د حل کېدو ځواب ووايی.»
هند ته د ترانزیټ په اړه اندېښنې
په ورته مهال د پاکستان د کویټې په ښار کې د پاک افغان سوداګرو ټولنې د دغې پېښې په اړه د یوې خبري ناستې پر مهال د ګوادر بندر له لارې هند ته د ټرانزیټ په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
دغه ټولنه، دا پېښه یو ترهګریز برید ګڼي او وايي هڅه کېږي چې د دغه ډول پېښو له امله به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې خرابې نه شي.
د پاکستان یو سوداګر عطاالله د پيښې په اړه وايي:«د شپې له لورې دوه وسلهوال کسان راغلي وو، پر موټر چلوونکو یې کیمیاوي مواد شیندلي وو او بیا يې پر انځرو بار موټر ته اور اچولی دی. په دغه پېښه کې سوداګر سخت زیانمن شوی دی او که دغه ډول پېښې دوام وکړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې به هم سختې زیانمنې شي.»
نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی
د پاک افغان سوداګرو ټولنه وایي، په بلوچستان ایالات کې ګوادر ته تلونکو افغان موټر تل دغه ډول امنیتي پېښو سره مخامخیږي.
خو د پاکستان حکومت تر دې مهاله د دغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه طالبانو هم غندلي ده
بل خوا د طالبانو د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال ملا برادر سکرټر د بلوچستان په لور لایې سیمه کې د افغان سوداګر د انخرو موتر سوځولو ته په غبرګون کې پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:« پاکستان باید د دغه ډول پېښو مخه ونیسي؛ که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ د ودې ښه نیت ولري. دا ډول ناوړه کړنې نه یوازې دا چې جدي جرمونه دي، بلکي دوه اړخیزه سوداګرۍ او ټرانزیټ ته هم سخت زیان رسولای شي.»
له دې وړاندې هم د پاکستان په کراچي بندر او نورو بندرونو کې افغان توکي ځنډول کېږي او یا ورته نور خنډونه جوړېږي.