نړیوال خبرونه

ولې په ځینو لوبو کې له لوبغاړو سره ماشومان میدان ته ښکته کېږي؟

د فوټبال، کرکټ او نورو لوبو پیل

ډېر وخت به مو لېدلي چې د فوټبال، کرکټ او نورو لوبو له پیل وړاندې کله چې نوره لوبه پیلېږي، له هر لوبغاړي سره یو ماشوم وي. یعنې کله چې په کرکټ کې لوبه پیلېږي او له هغې وړاندې ملي سرود غږول کېږي، نو له هر لوبغاړي سره یو ماشوم وی، پوښتنه دا ده چې د دې موخه څه وي؟

لوبغاړي

له لوبغاړو سره میدان ته د ماشومانو راتلل په لومړیو کې یوازې د فوټبال لوبې پورې محدود وو، خو وروسته دا دود په کرکټ کې هم رواج شو او ماشومان د کرکټ په سیالیو کې له لوبغاړو سره یوځای میدان ته راځي. له لوبغاړو سره د ماشومانو د راتللو دود د اروپا د غوره ليګ له پيله شروع شو، چې د يتيمانو لپاره د بسپنې د کمپاين په ترڅ کې به په ترسره شويو سياليو کې ماشومان هم له لوبغاړو سره ميدان ته راتلل او دغه له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان ماشومان به يې د خلکو مخ ته وړاندې کول.

نور یی ولوله | د کابل او ولایتونو روغتونونو لپاره د نويو امبولانسونو پېرل

نور یی ولوله | کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو

ماشومان

هغه ماشومان چې د لوبغاړو سره یوځای میدان ته ښکته کیږي، د ماسکوټس په نوم یادیږي، چې ښایي ځینې ځانګړي امتیازات ترلاسه کړي. دوی کولی شي د نړۍ ترټولو غوره لوبغاړو سره وخت تیر کړي، له هغوی مختلف تخنیکونه زده کړي او وړیا ټکټونه هم ترلاسه کوي.

له فوټبال وروسته دغه دود د کرکټ، ټینس، المپیک او یو شمېر نورو لوبو له لارې وده کړې، دا ماشومان معمولاً د نادولتي موسسو او یتیم خانو لخوا میدان ته راوړل کېږي او د لوبو له ګټو یې مالي ملاتړ کېږي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button