ټکنالوجي

وټساپ د فیسبوک په څېر په یوه په زړه پورې فیچر کار کوي

د پیغام رسونې لپاره کارېدونکی د نړۍ تر ټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ، د تل په څیر د خپلو کاروونکو د اسانتیا لپاره په یوه نوې ځانګړنه یا فیچر کار پیل کړی دی.

د بیټا انفو ویبپاڼې د راپور له مخې، وټساپ به ډیر ژر د بیټا ویرژن کاروونکو لپاره د (کوور عکس) اپشن معرفي کړي او لکه د فیسبوک په څېر به کاروونکي له پروفایل سره د کوور عکس هم پورته کړي.

دا ځانګړنه یا فیچر څو کاله وړاندې د ټولنیزو رسنیو په اپلیکیشنونو فیسبوک او ټویټر کې رامنځته شوې، خو اوس وټساپ هم په دې برخه کې په کار پیل کړی دی.

دا فیچر اوس مهال د وټساپ سوداګریزو حسابونو لپاره معرفي شي، چې په مرسته به یې د کاروونکو لپاره د خپلو محصولاتو ښودل اسانه کړي.

نور یی ولوله | آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

لکه څنګه چې په انځور کې لیدل کیږي، کاروونکي به وکولی شي چې په پروفایل کې د کامرې نښې په انتخاب سره له ګالري څخه یو انځور غوره کړي او د کوور عکس ته یې پورته کړي.

د وټساپ د دې فیچر د معرفي کولو وروستۍ نېټه نه ده اعلان شوي، خو ویل کېږي چې کاروونکي به په راتلونکو څو اونیو کې دغه فیچر ته لاسرسی پیدا کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button