نړیوال خبرونه

ویلسن: مونږ ته معلومه وه چې امریکا د افغانستان جګړه نشي ګټلی

ویلسن: مونږ ته وه چې امریکا د افغانستان جګړه نشي ګټلی.افغانستان کې د امريکا د سفارت شارزدافیر وايي، له تېرو څو کلونو راهيسې دوی په دې پوهېدل، چې د افغانستان جګړه يوه پېچلي حالت ته رسېدلې او امريکا دا جګړه نشي ګټلی.

کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست شارزدافير راس ويلسن له طلوع نيوز سره د خبرو کې ويلي چې د افغانستان جګړه يوازې له سياسي لارې حل کېدای شي.نوموړي زیاته کړې: «موږ څو کاله مخکې دې پایلې ته رسېدلي وو، چې په افغانستان کې د جګړې دوام به يوه ستره ستونزه وي او بالاخره به بريالي هم نه شو او و به نه توانېږو، چې د افغانستان او طالبانو ستونزه د تل لپاره له منځه يوسو هغه وای اوسمهال صرف سیاسي جوړجاړی ېې د حل لاره ده

د امريکا سفارت سرپرست زياته کړې، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته کورنۍ جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او د افغانستان اوسنی وضعيت داسې دی، چې له مخې يې دوی د خپلو کارمندانو او ډيپلوماټانو ستر شمېر د ویستلو پرېکړه کړې ده.د تېر کال په فبرورۍ کې د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې بايد ټول بهرني پوځيان د روانې مې مياشت تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای،

img 20210430 144821 1

خو د امريکا ولسمشر جو بايډن د افغانستان په هکله د خپلې تګلارې د اعلان پر مهال وويل، چې د مې له لومړۍ نېټې به د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پيليږي او د سپټمبر تر ۱۱مې به بشپړه شي.طالبانو له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کړی،

خو د بايډن پرېکړه يې د دوحې تړون نقض بللی دی او امريکا ته يې خبرداری ورکړی، چې د مې له لومړۍ نېټې وروسته د هر ډول تاوتريخوالي او جګړې پړه به يې پر خپله غاړه وي.دوی وای باید ټول عسکر مﺉ میاشت کې وتلي وی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button