ویکټور اوربان: اوکراین کولی شي چې د اروپايي اتحادیې لپاره بل افغانستان شي
![afghan 2025 02 15t102727.304](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-15T102727.304-780x470.jpg)
اړوند خبرونه:
طالبان ډونالډ ټرمپ ته؛ د افغانستان بانګ د ۹ میلیارده کانګل شتمني راته ازاد کړئ
د هند بهرنیو چارو وزارت: کابل ته تللی پلاوی پر اقتصادي اړیکو غږېدلی
د هنګري لومړی وزیر ویکټور اوربان وايي چې د اوکراین جګړه کولی شي د اروپا اتحادیې لپاره بل افغانستان شي.
د پولیټیکو راپور پر بنسټ، هغه په مرکه کې ویلي چې اروپايي اتحادیې په افغانستان کې «سخت او قیمتي تعامل او بې معنا وتلو» معنا لري.
ښاغلي اوربان د فاکس نیوز پخواني خبریال ټاکر کارلسون سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰ کلنې جګړې په اړه ویلي: «که رئیس جمهور [ډونالډ] ترمپ حل لاره ونه مومي، هغه جګړه (د اوکراین جګړه) کولی شي په اسانۍ سره د اروپا اتحادیې لپاره بل افغانستان شي.»
دا په داسې حال کې ده چې ځینې نظریه ورکوونکي، د روسیې او امریکایي چارواکو وړاندې هم د اوکراین جګړه د افغانستان مسئلې پورې تړلې ګڼلې او دا دواړه یې سره پرتله کړي دي.
پخوا هم ډونالډ ترمپ د متحده ایالاتو ولسمشر د انتخاباتي کمپاینونو په دوران کې ویلي و چې که د بایډن په دولت کې د امریکایي ځواکونو وتل په فاجعه بار او شرمناک ډول نه وای شوې، روسیه به د اوکراین حملې جرات نه درلود.
ټړمپ په ځلونو ویلي، د بګرام هوايي اډه له چین سره د مقابلې په خاطر له امریکا سره مهمه وه.