افغانستاننړۍ

ټرمپ ته د طالبانو غبرګون؛ افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې نه درکوو

اړوند خبرونه: 

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د دې ډلې ملکیت دی او بېرته نه ورکول کېږي.

هغه په ورته وخت کې د طالبانو او امریکا د اړیکو د ښه کولو لپاره وړاندیز وکړ چې متحده ایالات کولی شي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

عبدالقهار بلخي د سي‌بي‌اېس‌نیوز سره په یوه مرکه کې وویل: «د افغانستان ناسپړل شوي معدني شتمنۍ د متحده ایالاتو لپاره خلاصې دي.»

ډونالډ ټرمپ د حمل په ۷مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر جوبایډن انتقاد وکړ او ویې ویل چې هغه میلیاردونه ډالر امریکایي تجهیزات افغانستان ته ورکړل. ټرمپ وویل: «کېدای شي اړ شو چې دا (تجهیزات) بېرته واخلو، که څه هم اوس یو څه زړې شوې دي.»

هغه مخکې هم په یوه وینا کې ویلي و چې د طالبانو د نظامي پریډ لیدل د امریکایي تجهیزاتو سره هغه سخت غوسه کوي.

د طالبانو اداره په افغانستان کې پاتې امریکایي تجهیزات د جګړې غنیمت ګڼي او وايي چې له همدې امله یې بېرته نه ورکوي.

ټرمپ هم د تېر کال د حوت په میاشت کې یو امریکایي چارواکي ته دنده ورکړه چې د طالبانو څخه د امریکایي نظامي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یوه طرحه جوړه کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button