نړۍ

ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار والټز له دندې ګوښه کړ

اړوند خبرونه:

امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده

یو ایرانی پلاوی د هلمند د اوبو په تړاو خبرو لپاره کابل راځي

۱ مې ۲۰۲۵ –د امریکا د ملي امنیت سلاکار، مایک والټز، له خپلې دندې لیرې شوی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه د امریکا لپاره د ملګرو ملتونو سفیر په توګه نومولی دی.

دغه خبر ولسمشر ټرمپ د Truth Social په نوم خپل ټولنیز پلیټفارم کې اعلان کړی.

همداراز، د والټز مرستیال، الیکس وانګ، هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د ولسمشر په وینا، د بهرنیو چارو وزیر، مارک روبیو، به د لنډ مهال لپاره د ملي امنیت د سلاکار دنده پر غاړه واخلي.

دا بدلون وروسته له هغې رامنځته کېږي چې مایک والټز په مارچ میاشت کې په Signal اپلیکیشن کې یوه چټ‌ګروپ جوړ کړی وو، او په تېروتنه یې د The Atlantic مجلې مسوول مدیر پکې ورګډ کړی و.

په دغه ګروپ کې وروسته د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هېګسېت، د یمن پر حوثي یاغیانو د احتمالي برید پلانونه شریک کړي وو.

والټز د خپلي تېروتنې مسؤلیت منلی وو او دا یې “جدي تېروتنه” بللې. د پېښې له افشا کېدو وروسته، پنټاګون یوه رسمي داخلي پلټنه پیل کړې ترڅو معلومه کړي چې آیا د امنیت اصولو سرغړونه شوې ده که نه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button