افغانستاننړۍ

ټرمپ له خپلو سلاکارانو د بګرام اډې د ترلاسه کولو غوښتنه کوي

اړوند خبرونه:

د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی

سي این این تلویزون راپور ورکوي چې ټرمپ له څو میاشتو راهیسې له خپلو سلاکارانو د بګرام د ترلاسه کولو غوښتنه کوي

درېو باوري سرچینو، چې له سي این‌این تلویزیون سره یې خبرې کړي، ولسمشر ډونالد ټرمپ له څو میاشتو راهیسې د خپل ملي امنیت له چارواکو غواړي چې د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو لاره پیدا کړي.

سرچینو سي این‌این ته ویلي چې د امریکا تر کنټرول لاندې د دې اډې د راوستلو خبرې لږ تر لږه د مارچ میاشتې ته رسېږي. ټرمپ او د هغه لوړپوړي امنیتي چارواکي باور لري چې د بګرام اډه د څو دلیلونو له امله حیاتي ارزښت لري: د افغانستان د جغرافیایي نژدېوالي له امله د چین څارنه؛ د افغانستان نادرو منرالونو او کانونو ته لاسرسي؛ د داعش پر ضد د ترهګرۍ ضد مرکز د جوړولو؛ او کېدای شي د یوې دیپلوماتیکې استازولۍ د بیا پرانیستلو لپاره د ځای لپاره.

خو یوې سرچینې ویلي چې د دغو ټولو هدفونو پوره کول په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ته اړتیا لري.

لا تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان به تر کومه بریده له امریکا سره د دې ستراتیژیکې اډې د سپارلو په برخه کې همکاري وکړي، خو ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې متحدایالتونه د طالبانو د قانع کولو وسایل لري.

دا هم ولولئ:  طالبانو د ولسي جرګې پخوانی غړی ملا تره‌خیل زندان ته اچولی

ټرمپ خبریالانو ته وویل: «موږ هڅه کوو دا اډه بېرته واخلو، ځکه طالبان زموږ څخه ځینې شيان غواړي. موږ هغه اډه غواړو.»

دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ د بګرام د بېرته نیولو خبره کوي. هغه په خپلو څو نورو ویناوو کې هم له افغانستانه د وتلو په خاېر د بایډن پر حکومت سختې نیوکې کړي دي. ځینې څارونکي وایي د افغانستان موضوع د ټرمپ لپاره یوازې د بایډن پر ادارې د برید کولو یوه وسیله ده.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا او طالبانو اړیکې لا هم ترینګلې دي. واشنګټن د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او یو پلاوی یې هم کابل ته لېږلی، خو داسې ښکاري چې دې سفر د امریکايي بندیانو د خلاصون په برخه کې کومه پایله نه ده لرلې.

امریکا همداراز د طالبانو د ځینو چارواکو د سفرونو مخه نیولې ده. تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر و نه توانېد چې په قطر کې د اسلامي هېوادونو په ناسته کې ګډون وکړي او د متقي سفرونه پاکستان او هند ته هم لغوه شول.

دې اقداماتو د طالبانو د سیمه‌ییزو متحدانو، لکه روسیې، ایران او چین، غبرګونونه راوپارول. د چین استازي په امنیت شورا کې وویل چې امریکا د دې لپاره د متقي د سفر مخالفت کړی چې د طالبانو له لوري د خپلو وګړو د خوشې کېدو په اړه موافقې ته نه ده رسېدلې.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button