ټرمپ په متحده عربي اماراتو کې د بند پاتې افغانانو د مرستې ژمنه وکړه

اړوند خبر:
د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی
واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۲۰مه وویل چې دی به له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې په متحده عربي اماراتو کې له کلونو راهیسې بند پاتې دي. دا افغانان وروسته له هغه له خپل هیواده وتلي وو چې په ۲۰۲۱م کال کې امریکا خپل ځواکونه وایستل او طالبان واک ته ورسېدل.
ټرمپ، چې یو جمهوري غوښتونکی دی او د کډوالۍ په اړه یې د سختو اقداماتو ژمنه کړې وه، د واک له ترلاسه کولو وروسته یې په جنوري کې د کډوالو د بیا میشتیدنې بهیر وځنډاوه. د ټرمپ ادارې د اپریل په میاشت کې په امریکا کې د زرګونو افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت هم لغوه کړ.
ټرمپ په خپل ټولنیز شبکه “ټروت سوشل” کې په یوه پوسټ کې لیکلي: “زه به هڅه وکړم هغوی وژغورم، او له همدا اوسه به یې پیل کړم.” هغه په دې پوسټ کې یوې مقالې ته لینک ورکړی و چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانانو د ناڅرګند برخلیک په اړه وه.
ټرمپ د “جسټ دي نیوز” خبري ویبپاڼې په حواله ویلي چې د متحده عربي اماراتو چارواکي چمتووالی نیسي ترڅو ځینې افغان کډوال طالبانو ته وسپاري. رویټرز دا راپور نه دی تایید کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه سمدستي له څه ویلو ډډه کړې ده.
متحده عربي امارات، چې د امریکا نږدې امنیتي ملګری دی، په ۲۰۲۱ کال کې یې موافقه وکړه چې په موقتي توګه به زرګونه افغانان چې له کابل څخه د طالبانو د واکمنېدو پر مهال ایستل شوي وو، ځای پر ځای کړي.
د بایډن ادارې د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له ګډوډ وتلو وروسته نږدې ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته راوړل شول.
کاناډا په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا په غوښتنه موافقه وکړه چې په متحده عربي اماراتو کې د پاتې افغانانو له ډلې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ومني. دا لا څرګنده نه ده چې په دغه خلیجي هیواد کې څومره افغانان پاتې دي.
ځینو هیوادونو افغان کډوال دې ته اړ کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي. ملګرو ملتونو تیره اونۍ وویل چې په تیرو اوو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه نږدې دوه میلیونه افغانان راستانه شوي دي.
په امریکا کې، دیموکراتانو پر ټرمپ غږ کړی چې د افغانانو لپاره لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) بېرته پرځای کړي، او ویلي یې دي چې ښځې او ماشومان ممکن د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ځانګړو ګواښونو سره مخ شي.
په دغو کډوالو کې د افغان-امریکایي پوځیانو د کورنیو غړي، هغه ماشومان چې له خپلو والدینو سره د یوځای کیدو اجازه یې ترلاسه کړې، د هغو افغانانو خپلوان چې مخکې منل شوي، او په لسګونو زره هغه افغانان شامل دي چې د شل کلنې جګړې پر مهال یې د امریکا له حکومت سره کار کړی و.
د “#AfghanEvac” په نوم د مدافع ډلې مشر، شان وان ډایور، پر ټرمپ غږ وکړ چې خپله ژمنه په عمل بدله کړي. هغه په یوه بیان کې وویل: “ولسمشر ټرمپ د سم کار کولو واک لري. هغه باید د کورني امنیت وزارت (DHS) او د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړي چې د دوی د قضیو پروسس ګړندی کړي، د دریمګړي هیوادونو سره د مشارکت لپاره هڅې وکړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې موږ بیا هیڅکله خپل د جګړې متحدین شاته نه پریږدو.”