کورني خبرونه

ټول افغانستان کی د ګوزڼ ضد واکسین پیلیږی

 افغانستان افغانستان

مسوولین وايي، د ګوزڼ ضد واکسین به ټول افغانستان کې له نن دوشنبې پیل شي د طالبانو حکومت د روغتيا وزارت وايي د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پړاو به  د نومبر پر اتمه نېټه رسما په ټول افغاستان کې پيل شي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل پولیو ګوزڼ  ضد واکسین پیل شوی.

راتلونکو څلورو ورځو کې به لس ميليونه افغان ماشومان د پوليو ضد واکسين شي د نړۍ په نورو هېوادونو  کې له منځه تللې خو يواځی  افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي. د طالبانو د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر قلندر د پوليو په تړاو  ويلي  پولیو یوه داسې ناروغي ده چې له درملنې پرته کوچنیان وژني او یا يې د تل لپاره معیوبوي نو په دې صورت کې یواځینۍ چاره  د واکسین تطبیق ده د پوليو واکسينو تر څنګ به په دې کمپیاين کې هغه کوچنیان  چې عمرونه يې د شپږو مياشتو تر پنځو کلونو پورې دي د ويټامين اې درمل هم

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

ورکول کېږي د سږني کمپاين توپیر دا دی چې د واکسين په برخه کې امنيتي ستونزې نشته او  د  وګړو  همکاري هم زياته ده خو دا په داسې مهال  کی چی  اوس هم د افغانستان په لری  پرتو سیمو کې ځينې وګړی  اجازت نه ورکوي چې  کوچنیانو  ته  د پوليو پر ضد واکسين شي د ماشومانو ګوزڼ يا پوليو د یونیسیف په تازه اعلان کې ویل شوي طالبانو حکومت  وعده  کړې چې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته هو به اجازه ورکوي چې واکسین کمپاین کې ګډون وکړي او طالبان به د روغتیاپالانو د ټیمونو امنیت ساتنه کوي.

په تېر کې د افغانستان ځینې سیمو کې ناامنۍ او د ځینې وسله والو ډلو له لوري له واکسین سره مخالفت په ځانګړې توګه د ناروغې زیاتېدو لامل شوی د ټول افغانستان په سطحه  د ګوزڼ ضد واکسین دا لړۍ له نژدې درې کلونو وروسته پیل کیږی. په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین نژدې درې کاله مخکې پیل شوی و. د ماشومانو ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې درملنه نه لري او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې اقدامات کړي دي اوس پر دې ناروغۍ د اخته کېدو کچه ۹۹ سلنه ټیټه شوې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button