سیمه ییز خبرونه

ټي‌ټي‌پي دوو ځانمرګو بریدونو کې ۱۲ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي

ټي‌ټي‌پي پېښور کې پر پاکستاني پولیسو دوه ځانمرګي بریدونه کړي چې ۱۲ کسان یې مړه او ژوبل کړي

پېښور کې د ځایي رسنیو رپوټونه وايي، په باړه کې د پولیسو پر تاڼې دوو ځانمرګو بریدګرو څلور پولیس وژلي او اته نور ټپیان دي.

په رپوټونو کې راغلي چې بریدګرو غوښتل دغه پوځي ودانۍ ته دننه شي خو د ساتونکو لخوا یې مخه نیول شوې او هملته دروازه کې یې په ځان پورې تړلې چاودېدونکي توکي چاودېدلي دي.

نور ولولئ: د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

ځينې رسنۍ په پېښه کې د یوه کس او ځينې هم د دوو تنو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپې کېدو خبره کوي.

بل خوا په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې ۱۱۲۲ ادارې ویاند بلال فیضي رسنیو ته ویلي: “بریدونه د باړې بازار په تحصیل کمپاونډ کې شوې دي.”

خو پولیس بیا دا شمېره کمه ښيي

فیضي وایې، په پېښه د اوو پولیسو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي چې شپږ یې له لومړنۍ درملنې وروسته له روغتون رخصت شوي او درې نور چې ټپونه یې ژور دي لا هم روغتون کې دي.

د مرګ ژوبلې د زیاتوالي اندېښنه شته ځکه د چارواکو په وینا ودانۍ را لوېدلې او ښایې ځینې کسان ترې لاندې پاتې وي.

بل خوا په خیبر دره کې د پولیسو ویاند ظهیرخان ویلي چې بریدګرو غوښتل دغه پوځي ودانۍ ته دننه شي او ډېره مرګژوبله واړوي خو په لاره کې یې مخه نیول شوې ده.

نور ولولئ: پاکستان: طالبان باید د ‘ټي‌ټي‌پي’ غړي کنټرول کړي

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اخترحیات بیا رسنیو ته ویلي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې او د بریدګرو د بدن ټوټې یې هم د ډي این اې ټيسټ لپاره روغتون ته استولې دي.

په پاکستان کې پرله‌پسې بریدونه

په همدې حال کې رپوټونه کاږي چې تېره شپه هم په پېښور کې د ریګي ماډل ټاون یا ښارګوټي دروازه کې وسله والو په پولیسو ډزې کړې چې دوه کسه پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

ددې پېښې په اړه ډېر مالومات نه دي خپاره شوي.

ورته مهال دوې ورځې وړاندې هم د پېښور په حیات اباد سیمه کې په نیمه پوځي ( ایف سي) ګاډي بمي برید شوی وو چې پکې لږ تر لږه شپږ سرتیري ژوبل شوي وو.

په باړه کې د نوې برېد پړه د پاکستان طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په غاړه اخیستې ده.

د دغه ډلې لخوا په وروستیو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوې او نظامي کړۍ یې وارخطا کړي ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button