Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

کورني خبرونه

ټیلګراف ورځپاڼه: د طالبانو له لاسه افغانستان کې زیږون له بحران سره مخامخ دی

اړوند خبرونه:

یونېسف وايي، زیاتره افغان مېرمنې د زیږون په مهال کلینیکونو ته لاس رسی نه لري

د روغتیا لپاره د شیدو څښلو ګټې

د انسان روغتیا ته د فضايي سفر خطرونه

ټیلګراف ورځپاڼې نن په خپل یوه راپور کې ویلي، طالبانو په زیږنتونونو کې د محدودیتونو په لګولو سره په افغانستان ناورین رامنځته کړی دی. د ننګرهار ولایت دولتي روغتون کې یوې قابلې ټیلیګراف ته وویل:«دلته هرڅه په زور کیږي، خو موږ طالبانو ته وایو چې تاسو ته هم د نورو په څیر کتل کېږي.»

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت د واک له ترلاسه کولو راهیسې طالبانو په افغان ښځو او نجونو په ښوونځیو، پوهنتونو او طبې موسسو کې د بندیزونو په ګډون ډېر محدودیتونه لګولي دي.

په کابل کې یوه روغتیاپاله ثمر ضیا وايي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله د غوره ډاکټرانو په ګډون ډیری ښځې له افغانستان څخه ایران یا پاکستان ته تللې دي ترڅو د خپلو لوڼو تعلیم ته لومړیتوب ورکړي.

د نوموړې په ​​وینا کله چې د طالب ډلې غړي خپلې میرمنې د درملنې لپاره روغتون ته ورولي، نو له ټولو نارینه ډاکټرانو غوښتل کیږي چې له کوټې ووځي.

اغلې ضیا وايي، فکر کوي چې ډیری طالبان نارینه او ښځي د لومړي ځل لپاره ډاکټر ته مراجعه کوي.

د نوموړې په خبره د هغوی نارینه په ډاکټرانو باور نه کوي.«یوې ښځې جراحي عملیات ته اړتیا درلوده خو د هغې خاوند چې یو طالب جنګیالی و د خپلې مېرمنې له عملیات انکار وکړ.»

اغلې ضیا وايي، چې د دغه طالب د میرمنې له مړینې وروسته، هغه له پولیسو وغوښتل چې په روغتون کې د هغه د مېرمنې د میړنې پلټنه وکړي.

ثمر ضیا وايي، چې ځینې طالبان د روغتون په هغو کارمندنو باور نه کوي د دوی ملاتړي نه دي او هغوی داسې ادعا کوي، چې دغه کارمنان نه غواړي چې د طالبانو کورنۍ زیږون وکړي.

یوه بله افغانه قابله چې په یوه دولتي روغتون کې کار کوي وايي چې په لغمان کې طالبان “د دیکتاتورانو په څیر عمل کوي”

ټیلیګراف لیکلي، چې د بهرنیو مرستو کمیدو، بندیزونو او د طالبانو د پالیسیو له امله د افغانستان اقتصادي سقوط په روغتونونو کې څرګند دی.

وغتیاپالانو له ټیلیګراف سره په خبرو کې روغتونونو کې د روغتیايي چوپړونو د کمښت یو بشپړ توپیان بیان کړی.

دوی وايي؛ چې په یوه روغتون کې سرچینې دومره کمې دي چې کارمنان ځینې وختونه له ناروغانو غوښتنه کوي چې له روغتون بیرون وینه واخلي.

په دغه راپور کې ویل شوي، د یوې میندواره میرمنې کورنۍ د وینې رانیولو د لګښت توان نه درلود او دغې میرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

یوه بله قابله چې د کندهار په یوه دولتي روغتون کې کار کوي وايي، “دلته هیڅوک له لږو پیسو سره نه راځي.”

نوموړې چې په یوه سیمه ییز روغتون کې کار کوي، ناروغان یې د کندهار په ګډون د څو سوېلي ولایتونو د ولسوالیو ښځې دي.

نوموړې وايي:«موږ خواشیني یو چې طالبانو په هر ځای کې په ښځو پسې راخیستې ده، دوی ښځې له هرڅه منع کړې دي.»

دغه قابله وايي په ولسوالیو کې خلک غلط فکر لري. دوی فکر کوي چې موږ د دغو خلکو پر ضد یو او نه غواړو چې دا ښځې وژغورو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button