ټېسټ لوبه کې راشد خان نشته، خو نوي لوبغاړي ورته اخیستل شوي
اړند خبر:
کرکټ؛ افغان ملي لوبډله به نن له بنګله دېش سره د سریز وروستۍ لوبه کوي
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د زمبابوې پر وړاندې د یوازينۍ ټېست لوبې او درې شل اوریزو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړونه په ډاګه کړل.
دغه لوبې به د اکتوبر له ۲۰مې څخه د نومبر تر ۲مې پورې به د هرارې په سپورټس کلب لوبغالي کې ترسره شي.
د ټېسټ سیالۍ لپاره غوره شوی نوملړ کې حشمتالله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمانالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، افسر خان ځاځۍ (وېکټ ساتونکی)، اکرام عليخېل، بهیر شاه، شاهدالله کمال، عصمت عالم، شرفالدین اشرف، ضیاالرحمن اکبر، یمین احمدزی، ضیاالرحمن شریفي، خلیل ګربز، او بشیر احمد دي.
بورډ ویلي، وراشد خان ته بیا هم د ښې روغتیا او راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د دوامدارې کارکردګۍ د خوندي ساتلو په موخه استراحت ورکړل شوی.
په دې لوبه کې احتیاطي لوبغاړي ابراهیم عبدالرحیمزی، صدیقالله اتل، او شمسالرحمن وي.
کرېکټ؛ افغان ملي لوبډلې له بنګلهدېش څخه یو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله
د بورډ لخوا د شل اوریزو سیالیو لپاره غوره شوي نوملړ کې راشد خان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمانالله ګربز، صدیقالله اتل، دروېش رسولی، شاهدالله کمال، اعجاز احمدزی، عظمتالله عمرزی، محمد نبي، شرفالدین اشرف، نور احمد، مجیبالرحمن، بشیر احمد، فرید احمد ملک، او عبدالله احمدزی دي چې احتیاطي لوبغاړي ورسره اللهمحمد غضنفر او فریدون داوودزی به وي.
په اعلان شوې لوبډله کې بشیر احمد، ضیا الرحمن شریفي، شرفالدین اشرف، خلیل ګربز، شاهدالله، اعجاز احمدزی لوبډلې سره یو ځای شوي.
کرکټ بورډ نویو لوبغاړو ته د موقع ورکو لامل په کور دننه یې د سره بال کرکټ کې ښه کارکردګي ښودلې ده.