نړیوال خبرونه

پارلمان: له افغانستانه د عسکرو وتل د افغانانو غوښتنه ده

پارلمان: له افغانستانه د عسکرو وتل د افغانانو غوښتنه ده. داسې مهال چې امریکا پلان لري، له طالبانو سره د کړې توافق خلاف په افغانستان کې خپل نظامي حضور د روان میلادي کال تر سپتمبر میاشتې وغځوي او د می تر ١١ به ټول عسکر وباسي.

ولسي جرګه وایي، له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل د افغانانو پخوانۍ غوښتنه ده.د ولسي جرګې مشر ښاغلی میر رحمان رحماني»‌ پرون ددې جرګې عمومي ناستې ته په وینا کې ویلي، چې له افغانستانه د ټولو امریکایي او ناټو عسکرو وتل که څه هم د افغانانو پخوانۍ غوښتنه ده؛ خو په روان امنیتي وضعیت کې لا هم دې ته زمینه مساعده نه ده، چې بهرني عسکر افغانستان ترک کړي.

rahmani

هغه وړاندې زیاته کړېه چې که بهرني عسکر له افغانستانه ووځي، نو په هیواد کې به ناوړه امنیتي وضعیت رامنځته شي‌ او سختو کورنیو جګړو ته به زمینه برابره شي.د پارلمان یو بل غړی ارباز حمیدي بیا له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل د طالبانو فشار نتیجه بولي او په خبره یي، بهرني‌ عسکر له افغانستانه نه وځي بلکې ایستل کېږي.

هغه حکومت خواستګر بولي‌ او په خبره ېې حکومت نشي کولای امریکایان په افغانستان کې تم کړي.د ولسي جرګې په ناسته کې یو شمېر وکیلانو امریکا تورنه کړه، چې له حکومت سره په کړو ژمنو یې وفا ونکړه او پرته له دې چې له حکومت سره کړي‌ تړون ته ژمنتیا وښيي، عسکر له افغانستانه وباسي.

یاد غبرګونونه داسې وخت دي، چې امریکا وایي د سپتمبر د میاشتې پر یوولسمه نېټه چې پر افغانستان د امریکا د یرغل یوویشتمه کلیزه بشپړېږي، امریکایي عسکر له افغانستانه ایستل کېږي.باید یاده کړو بیګتا ناوخته د امریکا ولسمشر هم اعلان وکړ چې اوس وخت رارسېدلی چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوو او عسکر ویستل پیل کړو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button