نړۍ خبرونه
رجحان

پاپ فرانسیس: افغانان له لسیزو راهیسې له بدمرغیو سره مخامخ دي

په ورته وخت کې نوموړی زیاتوي چې افغانستان کې د خلکو د وژلو لپاره باید دین په ناسم ډول ونه کارول شي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس وايي، چې له دین څخه باید د تاوتریخوالي او کرکې د وسیلې په توګه کار وانه خیستل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې توکمیزه تنوع کله ناکله د “تبعیض او جلاوالي” لپاره یوه بهانه ګرځېدلې ده.

په تېرو لسیزو کې د افغانستان غمجنې پېښې

پاپ فرانسیس وویل، چې افغانستان په تېرو لسیزو کې له غمجنو پېښو سره مخ شوی او زیاته یې کړه، چې بې ثباتي، جګړې، داخلي شخړو او له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونو ډېری خلک کډوالۍ ته اړ کړي دي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر دغه څرګندونې په ایټالیا کې د افغانانو د ټولنې له یوې ډلې سره په کتنه کې وکړې.

پاپ فرانسیس وویل؛ توکمیزه تنوع چې د افغاني ټولنې ځانګړتیا ده «کله ناکله د تبعیض او جلاوالي لپاره پلمه کیږي.»

د واتیکان خبري ویب پاڼې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې پاپ فرانسیس د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د ناوړه وضعیت او په پاکستان کې د مېشتو پښتنو لږه کیو د کړکېچ یادونه هم کړې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل، چې له دین څخه بايد د تاوتريخوالي او کرکې د وسيلې په توګه کار وانه خیستل شي، بلکې د ولسونو ترمنځ د ورورګلوۍ د رامنځته کولو لپاره بايد وکارول شي.

د اختلافاتو په کمولو کې د دین مرسته

پاپ فرانسیس وویل، چې دین باید د اختلافاتو په کمولو کې مرسته وکړي او داسې فضا رامنځته کړي چې هرڅوک وکولی شي خپل بشپړ حقونه پرته له تبعیض ترلاسه کړي.

د نړۍ د کاتولیکانو د مشر په وینا؛ له دین څخه ناوړه ګټه پورته کیږي او د نفرت او تاوتریخوالي د خپرولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر په نړۍ کې د مذهبونو د پیروانو ترمنځ همغږۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په ځینو افریقايي هېوادونو کې مسلمانان او مسیحیان په سوله ییز ډول سره ژوند کوي او د یو بل په مذهبي مراسمو کې ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په افغانستان کې له مذهبي لګیو سره ستونزې لري او له همدې امله ورباندې سختې نیوکې کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button