سیمه‌ییز

پاکستاني ریاست د تورخم دروازه لا هم تړلي ده

اړوند خبر:

د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو د طالبانو او پاکستان ناسته بې پایلې وه

نن څلورمه ورځ ده چې پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

‏تورخم کې د طالبانو کمیسار، عبدالجبار حکمت وایي، دا دروازه د څلورو شپو په تېرېدو لا هم پاکستاني لوري د هر ډول تګ – راتګ پر وړاندې تړلې ده.

حکمت زیاتوي، تېره ورځ یې د ننګرهار د مرستیال والي په مشرۍ له پاکستاني مسوولینو سره غونډه کړې وه خو بې پایلې پایته ورسېده.

هغه وایي چې پاکستاني لوري ترې غوښتنه کړې چې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دې تاسیسات نه جوړوي او هممهاله دې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړولو مخه هم نه نیسي.

د حکمت په خبره؛ د پاکستاني مسوولینو دا غوښتنه یې رد کړې چې په غبرګون کې هغوی د دروازې له پرانیستلو ډډه کړې ده.

تورخم دروازه څلور شپې وړاندې د پاکستان له لوري هغه مهال وتړل شوه چې، دې غاړې ته طالبان د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.

د دروازې دواړه غاړې ته په سلګونه کسان او بار وړونکي موټر د تګ انتظار کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button