سیمه

پاکستاني ریاست د پښتنو قومي عدالت جرګې ته پر روان کاروان ډېرې کړي او ۳ تنه یې وژلي

د پاکستاني ریاست فوج د قومي عدالت جرګې ته په ورتلونکي کاروان ډېزې کړي او تنه یې یې وژلي او ۵ نور ټپیان دي

راپورونه وایي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له وزیرستان څخه په خیبر کې د پښتنو د قومي عدالت جرګې ځای ته پر تلونکي کاروان ډزې کړي او لږترلږه ۳ تنه یې وژلي دي.

له بلې خوا په جمرود کې د جرګې په ځای کې د پولیسو په ډزو یو تن وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

ټپیان د جمرود ملکي روغتون ته وړل شوي او ویل کېږي چې د دوو حال نازک دی.

د قامي عدالت پر خیمو برید

په داسي حال کې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر په جمرود کې د پښتنو د قومي عدالت جرګې خیمه نړولې، هلته پر راټولو شویو خلکو یې ډزې کړي او د جرګې ځای یې نیولی، د خیبرپښتونخوا حکومت دولتي مامورینو ته خبرداری ورکړ چې په جرګه کې په هیڅ ډول ګډون ونه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن (چهارشنبې) د جرګې پر ګډونوالو د پولیسو تر ډزو مخکې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د جرګې خیمه ونړوله او هلته یې پر موجودو کسانو وښلن ګاز استعمال کړ. «د پښتنو د ملي جرګې په خیبر ګراونډ باندې د پاکستاني زورواک چارواکو قبضه ده، د غټې میشنرۍ په وسیله د پښتنو د ملي جرګې ګراونډ کې خندقونه کیندي.»

ده همداراز ویلي:

«په پاکستان کې د پښتنو حثیت دا شو چې په خپلو زرګونو کلونو اباد کلي او سیمو کې هم د خپلو دودونو سره سم د یوې جرګې اجازه هم ریاست پاکستان نه ورکوي.‏ خو موږ سپینه خبره ورته کوو چې پښتانه به جرګه حتماً کوي اوس خو جرګه لا هم ضروري شوه.»

نور ولولئ:  پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

نور ولولئ: منظور پښتین: طالبان د پي ټي ایم په فیسبوکي ملاتړ هم افغانان زنداني کوي

دولتي مامورینو ته د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت په خبرداري کې ویل شوي چې «ټولو سرکاري محکمو او ملازمينو ته خبر ورکړل کيږي چې د کوم لاقانونه ګرځول شوي تنظيم په پروګرام يا هلو ځلو کې ګډون ونه کړي»

د پاکستان پوځ هر ډول ناوړه اقدامات

د پاکستان پوځ او حکومت د جرګې د مخنیوي لپاره هر راز اقداماتو ته مخه کړې. له واڼې څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د هغه لوی کاروان مخه نیولې چې له جنوبي وزیرستان څخه جرګې ته روان و.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت په خیبرپښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۵۲ نور غړي د بندیزونو په لیست کې شامل کړي دي.

د تور لیست مطلب دا دی چې د دغو کسانو پاسپورټ به منع وي، بانکي حسابونه به یې کنګل کېږي، په مالي راکړه ورکړه، د وسلو پر جواز او سوداګرۍ به یې بندیز وي.

تر دې مخکې (د اکتوبر شپږمه) د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ منع او غیرقانوني اعلان کړ.

له بلې خوا په خیبر او ځینو نورو برخو کې په جوماتونو کې اعلانونه شوي چې ټول خلک دې ځانونه د جرګې ځای ته ورسوي او په ډله ییز ډول دې د امنیتي ځواکونو د مخنیوي په وړاندې ودریږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button