سیمه ییز خبرونه

پاکستاني محاکمو په ۳ مقدمو کې د نواز شريف ضمانت منظور کړ

پاکستاني محاکمو په ۳ مقدمو کې د اکتوبر تر ۲۶ مه د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ضمانت منظور کړ

اسلام اباد های کورټ په ایونفیلډ اپارټمېنټس او العزیزیه سټيل ملز مقدمو کې د پاکستان د پخواني وزيراعظم نواز شريف ضمانت د اکتوبر تر ۲۶مې منظور کړی دی.

نواز شريف نن (د اکتوبر پر ۲۴مه) د عدالت له امر سره سم اسلام اباد های کورټ ته حاضر شو. پر دې مهال د احتساب ملي ادارې (نېب) وکيل عدالت ته وويل چې نېب نواز شريف ته پر ضمانت هېڅ اعتراض نه لري. دا ډول عدالت د اکتوبر تر ۲۶مې د نواز شريف ضمانت منظور کړ.

نور ولولئ: محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د محاکمې د استیناف پرېکړه ځنډولي

تر دې وړاندې، نواز شریف د اکتوبر پر ۲۴مه د توشه خانې په مقدمه کې احتساب عدالت ته حاضر شو او یاد عدالت هم د هغه ضمانت منظور کړ او د مقدمې اورېدنه یې د نومبر تر ۲۰مې وځنډوله.

د اسلام اباد سترې محکمې ته د نواز شریف مخه کول

دا له هغه وروسته ده چې نواز شریف د ایونفیلډ او العزیزیه سټيل ملز په مقدمو کې هغه ته د اورول شوې سزا خلاف د اپيلونو بیا بحالولو لپاره اسلام اباد های کورټ ته درخواستونه ورکړي ول.

د نواز شريف وکيل امجد پروېز د اکتوبر پر ۲۳مه په جمع کړيو درخواستونو کې غوښتنه کړې وه چې نواز شريف ته په دواړو مقدمو کې د سزاګانو ورکولو خلاف دې اپيلونه بحال کړل شي.

ایډوکېټ امجد پروېز زیاته کړې چې عدالت دې د دوی “د دلیلونو تر اورېدو وروسته پر انصاف ولاړه پرېکړه وکړي.”

نواز شريف په العزيزيه او ايونفيلډ مقدمو کې د عدالت لخوا سزا شوی وو او په احتساب عدالت کې د توشه خانې د يو موټر خرڅولو په کيس کې د نه حاضريدو په وجه اشتهاري مجرم ګرځول شوی وو.

نور ولولئ: عمران خان او شاه محمود قریشي د حکومتي رازونو په افشا کولو تورن شوي

عدالت د نواز شريف اپيلونه ځکه رد کړي ول چې هغه په پاکستان کې موجود نه وو او اشتهاري مجرم ګرځول شوی وو.

عدالت په خپله پريکړه کې ليکلي وو چې که چيرې نواز شریف ونیول شي او يا په خپله ځان تسليم کړي نو بیا د اپيلونو د بحالۍ لپاره درخواست جمع کولای شي.

پر نواز شریف د درغلیو کولو تورونه دي

احتساب عدالت پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون رهبر نواز شریف ته د ۲۰۱۸ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه په العزیزیه سټیل ملز کې د درغلیو په تور مقدمه کې د اووه کاله بند او یو نیم ارب روپیو جرمانې سزا اورولې وه. نوموړی وروسته د راولپېنډۍ اډياله زندان ته لېږدول شوی وو.

دغه شان عدالت د ايونفيلډ اپارټمنټس په مقدمه کې هم نوموړی ۱۰ کاله سزا کړی وو.

اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۱۹مه په دواړو مقدمو کې د اکتوبر تر ۲۴مې د نوازشريف “حفاظتي ضمانت” منظور کړی وو. خو نن (د اکتوبر پر ۲۴مه يې) د هغه ضمانت د اکتوبر تر ۲۶مې وغځاوه.

دا ول نوموړي پاکستان ته له ستنېدو وړاندې له احتساب عدالت څخه هم “حفاظتي ضمانت” اخيستی وو.

دې عدالتونو د احتساب ملي اداره (نېب) او پوليس د اکتوبر تر ۲۴مې د نواز شریف له نیولو منع کړي ول.

بل پلو، د پنجاب نګران حکومت وايي د العزیزیه سټیل ملز په اړه مقدمه کې يې د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شریف ته اورول شوې سزا ځنډولې ده.

د پنجاب د اطلاعاتو نګران وزیر عامر میر نن (د اکتوبر پر ۲۴مه) د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې ته ویلي چې صوبايي حکومت دا ګام په ایین کې د ورکړل شوي واک له مخې اخیستی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button