تجارت خبرونه

پاکستاني پلاوی د بیعو په کمېدو خبرې کړي دي

په دې سفر کې پاکستاني او افغان چارواکو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې وکړې

د پاکستان د سوداګرۍ دولتي پلاوی چې د 18 نه تر 20 جولايۍ پورې د کابل په سفر وو، په کابل کې د پاکستان سفارت او د طالبانو حکومتي چارواکو ويلي، په سفر کې پاکستاني او افغان چارواکو د سوداګرۍ په پراختیا، ټرانزټ، په پوله د موجودو ستونزو په حل، ويزو په اسانتيا او پوله د تګ راتګ په مهال د افغان مسافرو د ستونزو ترڅنګ په نورو اړوند موضوعاتو خبرې شوي دي.

د سیاسي اختلافاتو له امله د هېوادونو تر منځ سوداګري ډېره اغېزمنه شوې ده

د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د حکومت د چارواکو ترمنځ د شوو خبرو په اړه د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي، دوی په سلا شوو خبرو خوشاله دي او ګټورې يې ګڼي خو چې دا په عمل کې راوستل شي ځکه چې له دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ اکثره تجارت د سياسي اختلافاتو ښکار پاتې شوی دی

نور یی ولوله | د تجارت په اړه د کابل او اسلام اباد ګډه غونډه

نور یی ولوله | د سوداګرۍ وزارت لخوا کابل کې په ټیټه بیه د تېلو وېشلو لړۍ پیل شوه

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر مشر خان جان الکوزی وايي، په تيرو 20 کلونو کې د افغانستان او پاکستان تجارت او ټرانزټ د سياست ښکار پاتې شوی او اغېزمن شوی، هر وخت صادراتو ته دروازې بندېدې.

یوې رسنی سره په خبرو کې هغه وويل، “پاکستان وليدل چې ټرانزټ يې کم شو کارخانې يې ودرېدې، مونږ د پاکستان سره د درې اربه ډالرو تجارت لرلو هغه اوس 800 ملینه ډالرو ته راټيټ شو، په کراچۍ به زمونږ د زرونو په شمېره کې کنټېنرې راتلې اوس هغه سوونو ته راکمې شوې، نو د پاکستان سره د افغانستان تجارت کم شوی دی او پاکستان هم په دې پوهيږي چې که سهولتونه را نه ولي، تجارت يې نه ښه کيږي”.

هغه وويل فېصلې هر وخت ډېرې ښې شوي خو هغه بيا په عمل کې نه دي راوستل شوي اوس به هم مالومه شي چې دغه فېصلې په عمل کې راوستل کيږي که نه، د نوموړي په وېنا سیاست بايد د تجارت نه لرې وساتل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button