افغان کډوال

پاکستانی ریاست: د ناقانونه کډوالو اېستل زموږ حق دی

اړوند خبرونه:

عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي

علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د ناقانونه کډوالو ایستل د پاکستان مشروع حق دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه هېواد له ملګرو ملتونو سره د زیانمنونکو د خوندیتوب په موخه کار کوي او دغه برخه کې د هر راز شکایتونو څېړنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان د افغانستان او پاکستان د اړیکو تاریخي او فرهنګي مخینې ته په اشارې ویلي، چې امنیتي وضعیت د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوازینی خنډ دی.

بل لورته پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې لویدیځو هېوادونو ته د لېږد ته په تمه دي، د روانې اپرېل میاشتې تر ۳۰مې وروسته به له پاکستانه و ایستل شي.

هممهاله د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري ویلي، د (ACC) کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل نه غځول کیږي.

نوموړي پاکستان کې مېشتو هغو افغانانو په تړاو، چې لویدیځو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي، ویلي، ځینې دغه افغانان د درېیمو هېوادونو د سفر لپاره تایید شوي خو دغه بهیر له ځنډ سره مخ دی او په خبره یې، که د قناعت وړ دلایل وړاندې شي، د ځینو کسانو دوسیې به بیا و ارزوي.

پاکستان ناقانونه افغان کډوالو ته تر ورکړي ضرب الاجل پوره کېدو وروسته په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده او تر دې دمه یې شاوخوا ۱۰ زره افغان کډوال ایستلي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button