پاکستانی ریاست نن د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو پیلوي

اړوند خبر:
طالبان: تېر ۴ ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۶۱۴ کسان خوشي شوې
که څه هم داسي راپورونه شته چې پاکستان د پي او آر کارت لرونکو کډوالو د افامت موده تمدیدوي خو له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به دا هیواد نن (دوشنبه) د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو پیل کړي، چې له امله به یې شاوخوا ۱.۴ میلیونه ثبت شوي افغانان له دغه هېواده وایستل شي. دې چارې د بشري حقونو د ادارو او نړیوالو اندېښنې پارولي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا عملیات به د ثبت شوو افغان کډوالو لپاره د خپلې خوښې ستنېدو د نیټې (د جون ۳۰مه) له پای ته رسېدو سره سم پيل شي. دا هغه کسان دي چې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ UNHCR له خوا ورکړل شوي د استوګنې ثبوت (PoR) کارتونه لري.
د دې پړاو په ترڅ کې به نژدې ۱.۴ میلیونه افغان وګړي، چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي، اغېزمن شي. د پاکستاني چارواکو په وینا، هغه افغانان چې تر ټاکلې نیټې پورې له پاکستانه ونه وځي، په زوره به وایستل شي. دا اعلان په داسې حال کې شوی چې پاکستان له تېر اکتوبر راهیسې د افغانانو د ایستلو پراخ کمپاین پیل کړی او تر اوسه یې نژدې یو میلیون افغانان ایستلي دي.
د افغان کډوالو د ایستلو روان پړاو له هغه وروسته شدید شوی چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو د شتون په اړه د طالبانو له حکومت سره د اسلاماباد امنیتي خبرو د پاکستان په طبعه برابره نتیجه ورنه کړه. پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د هېواد ملي امنیت ورته لومړیتوب لري، او همدا دلیل یې د ثبت شوو او غیرقانوني افغانانو پر وړاندې د سختو اقداماتو پلمه ګرځولی دی.
خو دا پریکړه له سختو نیوکو او اندېښنو سره مله ده. د کډوالو د حقونو ملاتړي او بشري بنسټونه وايي، پاکستان د نړیوالو قوانینو او د کډوالو د ساتنې د اصولو سرغړونه کوي.
مدني فعال عبدالحفیظ کرار وايي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو له دې کبله ناوړه عواقب لرلی شي، چې هممهاله ایران هم د میلیونونو افغانانو ایستلو ته ملا تړلې او هره ورځ زرګونه افغانان له خپلې خاورې باسي.
افغانستان، چې له اقتصادي سقوط او سیاسي بېثباتۍ سره مخ دی، د دومره زیاتو کډوالو د جذب توان نه لري. اوس مهال له ۲۳ میلیونه ډېر خلک د عاجلې بشري مرستې اړتیا لري، او که ستانه شوي کسان زیات شي، نو د مرستو سیستم به د سقوط له ګواښ سره مخامخ شي. له نړیوالو مرسته کوونکو غوښتنه شوې چې مرستې زیاتې کړي تر څو د بحران مخنیوی وشي