Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه

پاکستانی پوځ: “د عزم استحکام عملیاتو کې له وسله والو پاکېدونکو سیمو کې نه وځو”

د پاکستان پوځ د اعلان شوو عزم استحکام په نامه د عملياتو او د تحريک انصاف ګوند پر ضد کړنو دفاع کړې ده

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) ویاند ډګر جنرل احمد شريف د جولای پر ۲۲مه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې “عزم استحکام عمليات” ډير زیات ضروري دي خو دا به يوازې پوځي کاروايي نه وي بلکې ګڼ اړخونه لري”.

نوموړي زیاته کړه چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې پوځ هره ورځ ۱۱۲ ځلې چاپې او کامینونه اجرا کړې چې پکې د ده په خبره، ۱۳۷ پوځيان او ۳۹۸ وسله وال وژل شوي دي.

شريف زیاته کړه چې پخوا به سيمې له وسله والو څخه پاکې کړل شوې خو پوځ به هلته نه پاتې کېده، د ده په وینا، دا سم کار نه وو او پکار ده چې پوځ په هغو سیمو کې پاتې شي تر څو سيمې بېرته د وسله والو لاس ته ورنه شي.

د عزم استحکام عملیات

د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د “ترهګرۍ او سختدريځۍ” پرضد به د “عزم استحکام” په نوم عملیات کوي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ باجوړ کې بمي چاودنې ۲۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي

نور ولولئ: تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

تر هغې وروسته اکثرو حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل. د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

afghan 2024 07 23t090633.555
د پاکستاني پوځ لخوا د ټي ټي پي نیول کېدل

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په یو بیان کې وويل، نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچه جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

جنرل احمد شريف دا هم وويل، په پاکستان کې بايد ټولې مدرسې ثبت شي. د هغه په وينا د ۵۰ فيصده مدرسو په اړه ډېر معلومات نه شته چې په مالي ډول څنګه چلول کېږي.

د تحریک انصاف ګوند ته د پوځ نیت

جنرل احمد شريف د خبري غونډې پر وخت پر تحريک انصاف سختې نیوکې وکړې. هغه دعوه وکړه چې دغه ګوند د “ریاستي ادارو پر ضد خپل تبلیغات” جاري ساتلي دي.

پي ټي ای د پوځ د ویاند تازه څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښوولی خو په تېر وخت کې یې مشرانو ويلي ول چې پوځ باید په سياست کې مداخله ونه کړي او د امنيت ساتلو دندې ته پام وکړي.

خو شريف وويل چې که د دې ګوند مشرانو ته د مې نهمې د خونړیو مظاهرو په تور پوره سزا ورکړل شوې وایه نو د ده په خبره، د نورو لپاره به یو درس وو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button