سیمه‌ییز

پاکستانۍ ډرون د خوست پر فضا له څو ورځو راهیسې ګزمې کوي

پاکستانۍ ډرون له څو ورځو راهیسې د خوست ښار او یو شمېر ولسوالیو په فضا کې ګرځي؛ امنیتي ځواکونو په ځینو مواردو کې پر دغو بې‌پیلوټه الوتکو ډزې هم کړې دي.

له څو ورځو راهیسې د خوست ولایت په فضا کې د پاکستان بې‌پیلوټه الوتکې ګرځي او د ورځې او شپې پر مهال د خوست ښار او یو شمېر ولسوالیو پر سر الوتنې کوي.

ځايي سرچینې او د خوست د امنیه قوماندانۍ سرچینې وايي، پاکستانۍ ډرون د ورځې په لوړه ارتفاع او د شپې له خوا په ټیټه ارتفاع کې الوتنې کوي.

امنیتي ځواکونو پر پاکستاني ډرونونو ډزې کړې

د سرچینو په وینا، افغان امنیتي ځواکونو په ځینو مواردو کې پر دغو بې‌پیلوټه الوتکو ډزې کړې دي.

د خوست امنیه قوماندانۍ هم تر دې وړاندې په یوه خبرتیا کې ویلي وو چې پاکستاني ډرونونه د دغه ولایت په فضا کې ګرځي او امنیتي ځواکونو یې پر لوري ډزې کړې دي.

چارواکو له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې د ډزو د غږونو له اورېدو اندېښنه ونه کړي، ځکه د دوی په وینا، دغه ډزې د بې‌پیلوټه الوتکو پر لوري کېږي.

په وروستیو ورځو کې د پاکستانۍ ډرون دوامدارې الوتنې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی.

پر افغانستان وروستي هوايي بریدونه

تېره اوونۍ پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان په جنوب او ختیځ کې پر یو شمېر سیمو هوايي بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې د کندهار، خوست، پکتیکا، کونړ او پکتیا ځینې سیمې په نښه شوې وې. دغو بریدونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان امنیتي کړکېچ لا پسې زیات کړی دی.

کندهار د طالبانو د حکومت لپاره ځانګړی اهمیت لري او د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده هم په دغه ولایت کې مېشت بلل کېږي.

په ورته وخت کې، د خوست په فضا کې د پاکستانۍ ډرون ګرځېدل دوام لري او امنیتي ځواکونه یې د الوتنو پر وړاندې غبرګون ښيي.

تر دې دمه د دغو ډرونونو د ماموریت او د خوست په فضا کې د څو ورځنیو الوتنو د هدف په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button