نړیوال خبرونه

پاکستان افغانستان د ټرانریټ لپاره اسنتیاوې رامنځته کوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې اسلام اباد داسې لایحه تصویب کړې چې د هغه پر بنسټ د افغانستان په ټرانزیټ کې به اسانتیا رامنځته شي. د دغې خونې چارواکي وايي چې د دغې لایحې له مخې افغانستان کولای شي په کراچۍ او د پاکستان په نورو بندرونو کې د خپلو سوداګریزو توکو کانتینرونه بدل کړي چې دا کار د توکو د لېږد بیه کموي او سوداګر به د جریمې ورکړې ته اړ نه شي

له دې مخکې افغان سوداګرو د پاکستان د لارو د تړلو کېدو له امله، تل د کانټینرونو د کرایې له اړخه په مېلیونونو ډالرو زیان لیده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«نه یوازې د کراچۍ به بندرونو کې دا ستونزه له منځه ولاړه بلکې هغه توکي چې له افغانستانه ځي کولای شوو په کراچۍ کې کانټینر بدل کړو،

نور یی ولوله | د بشري حقونو د څار سازمان افغانستان کې د بېنېټ د ماموریت د غځېدو غوښتنه

نور یی ولوله | ګاک شرکت د افغانستان هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد افغان چارواکو سره لاسلیک کړ

هند ته سامان راوړو

 کله چې توکي هندوستان ته وړو دلته یې بدلوو. له بلخوا، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولین د اسلام آباد دا پرېکړه د افغانستان د ټرانزیټ د آسانتیا په برخه کې ګټوره بولي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرایوي رییس نقیب الله صافی څرګندوي:«د دوی ګټه په دې کې ده له یوې خوا هغه کسان چې د کراچۍ بندر له لارې ټرانزیټ کوي هغوی د کانټینرونو له تضمینه خلاصېږي

د کانونو او صنایع خونې مسوولان په دې باور دي چې د پاکستان په بندرونو کې د کانټینرونو بدلولو پرېکړه به صنعتکاران له لویو جریمو معاف کړي. د افغانستان د کانونو او صنایع خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«په اختیاري بڼه سوداګر او صنعتکار کولای شي د پاکستان او افغانستان له لارې خپل کانټینرونه بدل کړي او د افغان کانټینرونو ته یې ولېږدوي او د جریمو ورکړه حداقل ته ورسېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button