نړیوال خبرونه

ګاک شرکت د افغانستان هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد افغان چارواکو سره لاسلیک کړ

د الوتکو لارښود خدماتو چمتو کول

د افغانستان په هوايي حریم کې د الوتکو د لارښوونو د خدمتونو وړاندې کولو تړون د متحده عربي اماراتو ګاک شرکت ته ورکړل شو.

د اسلامي امارت چارواکي وايي، دغه تړون د لسو کلونو لپاره دی او د لومړیو پنځو کلونو عاید په ځانګړې توګه د هغو الوتنو عاید چې له افغانستان څخه تېرېږي، ګاک شرکت ته ورکول کېږي. د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست حمید الله اخوند زاده وايي: «د دې پروژې له پلي کېدو سره به د لوتکو مصوونیت له دې پلوه خوندي او د پروژې د لومړي پړاو له پلي کېدو وروسته به د عبوري پروازونو د عوایدو سرچینه یو ځل بیا پرانیستل شي

له بلې خوا د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، دا تړون د هېواد په ګټه بولي او وايي، د ځمکنيو خدماتو او د هوايي چلند امنیت په اړه قرارداد وروسته، د هوايي چلند یو شمېر شرکتونو د کابل هوايي ډګر ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وايي: «نن به د افغانستان اسلامي امارت او د متحده عربي اماراتو تر منځ الوتکو ته د هوايي لارښوونې خدمتونو انکشاف قرارداد لاسلیک شي.

نور یی ولوله | د اسلامي امارت د کابینې یو کال پوره شو

نور یی ولوله | افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره نوي کمپاین پيل شوی دی

د افغانستان صادرات او واردات

ورته مهال د ګاک اماراتي شرکت مسوول، دغه نوی قرارداد د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د افغانستان د صادراتو او وارداتو په وده کې مهم بولي. د ګاک شرکت مسوول ابراهیم معروفي وايي: «موږ همداراز باور لرو چې ددغه اقدام د پام وړ اغېزمنتیا خلکو ته د کاري زمینو برابرول دي. 

او نه یوازې په دې برخه کې بلکې د افغانستان د عمومي اقتصادي لپاره هم ګټور دی. موږ تمه لرو چې په راتلونکې میاشت کې هم له افغانستانه او هم له بهره د کارګو لېږد زیات شي. دا مسله بې له شکه د افغانستان پر صادراتو او وارداتو مثبت اغېز لري.باید یاده کړو چې ګاک شرکت غواړي چې دې سره د افغانستان هوايي حریم لا پیاوړی شي او اینده کې عامو ږګړو د تګ راتګ زمینه نوره هم زیاته مساعده شي.د ګاک سرکت مرسته هم باید هېره نه شي دوي د طالبانو په راتګ سره لومړې سر کې وران شوي ځایونه بیا راغلي او په کابل هوايي ډګر ېې ۱ ملیون ډالر مصرف کړي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button