نړیوال خبرونه

پاکستان: افغان جګړه باید نور پای ته ورسیږي

پاکستان: افغان جګړه باید پای ته ورسیږي. له دې چې پاکستان وار وار د افغان سولې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې او دلته یې تاوتریخوالی د ځان او نورو په زیان بللی دی، خو د سولې په برخه کې یې عملي کتر مدی کړی.

اوسمهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره په يوه ټیلېفوني اړيکه کې په افغانستان کې د تاوتريخوالى پر کمولو، اوږد مهاله اوربند او هر اړخيزه سياسي جوړجاړي باندې ټينګار کړى دى.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دغه څرګندونې پرون د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره په ټیلېفوني اړیکه کې کړې دي.

راپورونه وای چې په دغې اړيکه کې دواړو لوريو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان او فلسطين پر مسايلو هم خبرې وکړې.قريشي يو ځل بيا د افغان سولې پروسه کې د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او د دغې شخړې پر سياسي جوړجاړي يې ټينګار وکړ.هغه ویلي چې په افغانستان کې نور د جګړې دوام د زغملو وړ نه دی او ښکېل اړخونه باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

هغه زیاته کړې :د ټولو افغانانو، سيمې او نړيوالو مسووليت دى چې د خپل هېواد د شخړې د هواري لپاره سياسي هوارى پيدا کړي او روان جنګ د خبرو له لارې حل کړي.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې قريشي په دغې اړيکه کې له افغانستانه په مسوولیت سره د ناټو او امريکايي ځواکونو پر وتلو هم ټينګار وکړ.

20210517 131500

هغه ویلي چې افغانستان باید داسې یو په یو پرېنښودل شي او باید په مسوولانه توګه بهرني ځواکونه ووځي، څو بیا دلته د ترهګرۍ ریښې را پورته نه شي او افغانان په خپلو منځو کې سیاسي هوکړې ته سره ورسیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button