تجارت خبرونهنړیوال خبرونه

پاکستان افغان صادراتولپاره خپلې پولې په مشروط ډول پرانیستې

پاکستان چارواکو په مشروط ډول خپلې پولې د افغان صادراتو پر وړاندې پرانیستې، دغه صادرات د کرونا ویروس له خپریدو وروسته نیږدې درې میاشتې په ټپه دریدلي وو خو اوسمهال کرونا ویروس چې په نړۍ کې بازي ملکونو پریکړه کړې چې کاروبارونه دې پرانيستل شي په دې لړ کې پاکستان کې هم چارواکو دا پرېکړه کړې چې افغانستان سره به کاروبار پرانيزي،

پاکستاني چارواکو په دې شرط دغو صادراتو ته خپلې دروازې بیا خلاصې کړي د افغانستان اوپاکستان په پوله  هره ورځ به تر سلو موټرو پورې دغه صادرات له افغانستان څخه پاکستان ته لېږدول کیږي، دغه صادرات دغه راز د پاکستان له لارې هند ته هم لېږل  کیدای شي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي، چې مخکې دغه صادرات د ورځې تر پينځو سوو موټرو و

د دې وړاندې د افغانستان د سوداګرو شورا ویلي وو، چې د صادراتو پر وړاندې یې د پاکستاني لارو تړل کیدو افغان تجارانو او کروندګرو ته تر سل میلیونه ډالرو تاوان اړولی وو، پاکستان تل افغانستان سره د سوداګرو هوکړو په نقض تورن شوی دۍ،

دويي زیاتوي ، پاکستان ته د صادراتو درې میاشتې په ټپه درېدو سوداګرو او بزګرانو ته څه باندې سل میلیونه ډالره زیان اړولی، دا شورا زیاتوي مخکې د تورخم او سپین بولدک له دروازو هره ورځ پاکستان ته د تازه میوې او سبو (سبزي) ۵۰۰ ګاډي تلل، خو په تېرو درې میاشتو کې له دې دروازو هېڅ ګاډی نه دی وتلی،

 دې شورا ریس امید حیدري ویلي وو ، اوس دوی اړ دي چې په کورني بازار کې په کمه بیه تازه میوې او سابه(سبزي) وپلوري، ورځانه څلور سوه پنځه سوه ګاډي پاکستان ته تلل، درې سوه د مېوې او دوه سوه یا یو سل اتیا د سبزي، اوس هیڅ صادرات نه لرو، پاکستان یو موټر هم نه پرېږدي چې ور شي:

نوموړی وايي، اوس چې د مېوې موسم دی، باید د ورځې درې سوه ګاډي پاکستان ور پرېږدي،”که پاکستان له درې سوه کم ګاډي ور پرېږدي، موږ ډېر زیانمېږو

پاکستان تېر مارچ کې سپین بولدک او تورخم دروازې وتړلې، خو میاشت وروسته یې له خپلې خوا ګاډو ته پرانیستې.د افغان سوداګرو په خبره، له پاکستان د ورځې نږدې پنځوس ګاډي افغانستان ته راځي خو اوسمهال ېې یو واربیا په مشروط ډول د افغانستاني توکو لپاره خپلې پولې پرانيستې،

د سوداګرۍ وزارت باید همیشه د دې کوشش وکړي چې خپل صادرات زیات کړي ترڅو د افغانستان اقتصاد ته ېې فایده وشي، ا د هیړاد عوایدو کې زیاتوالۍ راشي افغانستان چې زیات تمرکز ېې په وارداتو دۍ او اکثره تجارت ېې د پاکستان هیواد سره دۍ اوس وخت د دې راسیدلۍ چې زمونږ هیواد ډېر تولیدات وکړي، او دغې سره خپل اقتثاد ته رشت ورکړي،

.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button