تجارت خبرونه

پاکستان او افغانستان د اپټا نوی تړون لاسلیکوي

پاکستان او افغانستان د اپټا نوی تړون لاسلیکوي د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ د نړيوالو اصولو پر بنسټ د اپټا نوی تړون امضاء کوي او په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره بحثونه هم روان دي.

د حامد کرزي د ریاست جمهوری پر مهال په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان او پاکستان د اپټا سوداګریز تړون لاسليک کړی و، خو افغان لوري پرې نيوکې درلودې او ويل يې، چې پاکستان له دې تړونه په يو اړخیزه توګه ګټه پورته کوي او د افغانستان ګټې په کې تر ډېره نظر کې ندي نیول شوي. د پاکستان او افغانستان ترمابین د اپټا تړون قانوني موده تر راتلونکې اونۍ ختميږي او د پاکستان د فدرالي حکومت د وزيرانو شورا دغه تړون د دريو مياشتو لپاره زیات کړی دی.

کابل په ۲۰۱۶ کال کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان «WTO» غړيتوب تر لاسه کړی دغه غړیتوب تر لاسه کولو تر ټولو زیات رول پخواني د سودا ګری وزارت مرستیال مزمل شینواري وو او اوس وايي، چې د اپټا نوی تړون بايد د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو له مخې لاسلیک شي.

د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي وايي، دوی له تېرو څلورو کلونو راپدېخوا له پاکستانه غوښتنه ېې کوله، چې د اپټا نوی تړون بايد د سوداګرۍ نړيوالې ټولنې د اصولو له مخې لاسليک شي، خو پاکستان ورسره نه منله او بالاخره له اوږدو بحثونو او هڅو وروسته پاکستان له دوی سره هوکړې تع رسېدلي دي. چې د اپټا نوی تړون به د سوداګرۍ نړيوالو اصولو په رڼا کې لاسليک شي.

افغان تجاران غواړي، چې د پاکستان له لارې له هند سره ازاد تجارت ولري، خو نيوکې کوي، چې پاکستان هند ته د ازاد تګ راتګ اجازه نه ورکوي.د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، په تېرو وختونو کې پاکستان له دې تړونه په يو اړخيزه توګه ګټه پورته کړې او که د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو له مخې د اپټا نوی تړون لاسلیک شي، نو افغان سوداګر به وکولی شي، چې د پاکستان له لارې له هند سره ازاده سوداګري وکولی شي.

الکوزي ويلي، په (APTA)تړون کې تخنيکي ستونزې او د پاکستان له لوري تکراري سرغړونې د دې لامل شوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې ميلياردو ډالرو سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ته راښکته شي او هيله يې ښوولې، چې د اپټا نوي تړون له مخې به دواړه لوري د اصولو له مخې چلند کوي او دواړه لوري به ترې مناسبه ګټه پورته کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button