نړیوال خبرونه

پاکستان او افغانستان د بس سروسونه پیلوي

په کابل کې د افغانستان او پاکستان درې ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې

زمونږ خبریال وايي د پاکستان او د افغانستان چارواکو پرون په کابل کښې درې ورځنې خبرې اترې بشپړه کړې چې دوه اړخیزه تجارت پیاوړی کړي او تاجرانو ته ورپیښ مشکلات حل کړي.

د دواړو هیوادونو په پولو کې د بس خدمات پیل شي

د ویزو ورکول اسان کړي او په سرحدونو کښې ټرکونه او مالونه زر رخصت کړي. په کابل کښې د پاکستان سفارت پرون وویل چې د افغانستان او د پاکستان چارواکو په کابل کښې په درې ورځنیو خبرو کښې موافقه وکړه چې له راتلونکي میاشت څخه د دواړو هیوادونو په سرحدونو کښې د بسونو سرویس پیل کړي چې دواړو هیوادونو ته مسافران یوسي.

نور یی ولوله | کلداره څومره خپل ارزښت له لاسه ورکړ

نور یی ولوله | مالیې وزارت: یوازې د یو ریاست ښځینو کارکونکو مو غوښتي چې خپل نارینه راوپېژني

د پاکستان سفارت وویل چې د پیښور او جلال اباد او د کویټه او د قندهار ترمینځ د لوکس ګاډو سرویس به د اګست میاشتې تر پاې پورې پیل شي. د  پاکستان یو پلاوی چې مشرۍ یې د سوداګرۍ چارواکي محمد صالح احمد فاروقي کوي د دریو ورځنیو خبرو لپاره کابل ته تللی دی چې د دوه اړخیزه تجارت، ټرانزیټ او د نورو موضوعګانو په هکله د افغانستان له چارواکو سره خبرې وکړي.

باید یاده کړو د کابل او اسلام اباد تر منځ د ترانزیت د ستونزو حل، د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې ډېرښت تر څنګ پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د واردولو په تړاو خبرې وشوې. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرنورالدین عزیزي وايي:«د ګراس سټېفنګ په موضوع چې د افغانستان سوداګرو ته یوه ډېره جدي موضوع ده خبرې کېږي. د بارتر «ترید» په هکله چې د توکو سوداګري ده د ډبرو سکرونو د موضوعګانو په هکله خبرې کېږي او د ډبرو سکرو د صادارتو لپاره باید ښې لارې ولري

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button