نړیوال خبرونه

کلداره څومره خپل ارزښت له لاسه ورکړ

په پاکستان کې د دغه هېواد د اسعارو ارزښت را ټيټ شوی دی

په پاکستان کې د اقتصادي بحران په ترڅ کې د دغه هېواد د پیسو ارزښت د خپل عمر تر ټولو ټېټې کچې ته ښکته شوی دی.

د اسعارو د ارزښت کمیدل سیاسي وضعیت دی

نن پنج شنبه شنبه جولاۍ ۲۱ (چنګاښ ۲۹) د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې ۲۲۶ پاکستانۍ کالدارې په یو ډالر تبادله کېدې تېره ورځ په ۲۱۵.۲۰ کالدارې په یوه ډالر تبادله کېدې. په یوه ورځ کې یې ارزښت۶.۹۰ کالدارې ټېټ شوی دی. په پاکستان کې د اسعارو د تبادلې د ټولنې مشر ملک بوستان امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې په دومره اندازه د کالدارو د ارزښت د ټېټېدو عمده علت په دغه هېواد کې روان بي‌ باوره سیاسي‌ وضعیت ګڼي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې سیاسي‌ او اقتصادي وضعیت ښه نه ګڼل کېږي. د مخکني صدراعظم عمران خان د لېرې کېدو یو عمده علت هم هلته بد اقتصادي‌ وضعیت بلل کېده.

نور یی ولوله | مالیې وزارت: یوازې د یو ریاست ښځینو کارکونکو مو غوښتي چې خپل نارینه راوپېژني

نور یی ولوله | کابل کې د اوبو کمښت

پاکستان له دغه اقتصادي وضعیت څخه د وتلو لپاره له نړیوال وجهي‌ صندوق سره یو تړون لاسلیک کړی چې په اساس به یې دغه صندوق د پاکستان حکومت ته د اګست په میاشت کې ۱.۱۷ میلیارد ډالر پور ورکوي.

د چارو ځينې شننونکي په دې باور دي‌ چې په پاکستان کې روان سیاسي کشمکشونه ښايي د اسلام اباد او نړیوال وجهي صندوق ترمنځ ‌تړون باندې هم منفي اغیز وکړي. په پاکستان کې د خوراکي توکو،‌ تیلو او ګازو قیمتونه لوړ شوي او خلک له دې کبله په حکومت باندې کلک انتقادونه کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button