اقتصاد او سوداګري

پاکستان او ترکمنستان: د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې چارې باید چټکې شي

پاکستان او ترکمنستان د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې د چارو پر چټکولو خبرې کړي دي

طالبانو هم بار، بار ټینګار کړی چې د ټاپي پروژې کارونه باید پیل او چټک شي، خو تازه د پاکستان د پترولو وزیر وايي، له ترکمنستان سره د ټاپي پروژې په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره پرمختګ شوی او له مخې به یې د دې پروژې د پلي کولو چارې چټکې شي.

مصدق ملک وايي، دا پرېکړه پلازمېنې اسلام اباد ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دوه ورځنۍ لیدنه کې شوې ده.

ټاپي پروژه او اقتصادي وصلتوب

د پاکستان راډیو نن په یوه خبر کې د نوموړي له قوله ویلي، چې په دغو خبرو کې د اقتصادي وصلتوب او د انرژۍ اړتیا د خوندیتوب لپاره ټاپي پروژه کې د ګډې همکارۍ لپاره ځانګړی پرمختګ شوی دی او دې سره به د دې پروژې د پلي کول چارې چټکې شي.

د ترکمنستان د بهرنیوچارو وزیر تېره اونۍ پاکستان ته د یوه پلاوي په مشرۍ تللی و.

نور ولولئ: د ټاپي پروژې پرمختګ

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته رسېږي او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي.

د دې پروژې د پلي کولو خبرې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې په ۱۹۹۰ کلونو کې پیل شوې.

afghan 2024 08 02t153001.756
پاکستان او ترکمنستان: د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې چارې باید چټکې شي

په افغانستان کې د ناامنۍ له امله د ټاپي پروژې ځنډ

د دې پروژې د رسمي کار پیل د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف او هندي او ترکمن مشرانو له خوا پرانیستل شو.

تمه وه چې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دا اتلس سوه کیلومتره اوږده پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پلې شي، خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې ده.

خو اوس طالبان ادعا کوي چې د افغانستان په هره ګوښه واکمن دي او په ټول افغانستان کې امن دی، چې د ټاپي په څېر هر ډول پروژې په کې پلي کېدلی شي.

ددې پروژې شریک هېوادونه هم غواړي چې هر څومره ژر کېدای شي، باید د یادې پروژې چارې پیل شي.

طالبانو هم بار، بار ټینګار کړی چې د ټاپي او کاسه۱۰۰۰ پروژې کارونه دې پیل شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button