نړیوال خبرونه

پاکستان: بهرني فوځیان باید په منظم ډول له افغانستانه وځي

داسې وخت چې امریکايي او ناټو فوځیان له افغانستانه د عسکرو د ایستلو پریکړه کړې؛ پاکستان وایي، بهرني عسکر باید په منظم او مسئولانه ډول له افغانستانه ووځي، تر څو د امنیتي تشې له رامنځته نشي او افغانستان د بهران طرف ته هم لاړ نشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلی زاهد حفیظ چوهدري په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي، چې د پاکستان پالیسي داده چې بهرني عسکر په مسئولانه او منظم ډول له افغانستانه ووځي، تر څو هلته داسې امنیتي تشه رامنځته نشي، چې  ورانکاري ډلې ترې ناوړه استفاده وکړي.هغه وړاندې زیاته کړې، چې پاکستان په افغانستان کې د یوې دوامداره سولې د تامین غوښتونکی دی او هیله لري، چې افغان جهتونه له نړیوالې ټولنې سره په ګډه سیاسي هڅې وکړي تر څو اوږدمهاله اوربند رامنځته او باثباته سولې ته زمینه جوړه شي،

img 20210430 181848

د هغه پر وینا په پر طالبانو کنټرول نه لري خو کوشش کوي، هغوی په افغان سولې پروسه کې بیا ځلې ګډون ته وهڅوي او په افغان سوله کې یو رغوونکی رول ولوبوي.نوموړي ددې تر څنګ هیله ښودلې، چې په افغانستان کې د سولې له تامین سره یو ځای به د افغان کډوالو بیرته تګ ته زمینه برابره شي، او د افغانستان جګړې ځپلی اقتصاد به ورغېږي.

پاکستان داسې وخت د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حالت په اړه اندېښنه لري، چې امریکایي او ناټو ځواکونو د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو پریکړه کړې.

د امریکا ولسمشر ښاغلی جوبایډن وایي په مسئوله ډول د عسکرو ایستلو اصطلاح په افغانستان کې د اوږد مهالې جګړې د دوام پلمه ده او نور د عسکرو را ایستل په شرایطو پورې نه تړي، بلکې په هر ډول حال له افغانستانه راوځي.ځکه د دوی پر وینا کوم هدف ته چې دوی راغلی هغه ېې ترلاسه کړ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button