تجارت خبرونهنړیوال خبرونه

پاکستان ته دافغانستان صادرات نن پیل شول

پاکستان ته دافغانستان صادرات نن رسما پیل شول د هېواد د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، نن رسما له افغانستان څخه پاکستان ته د صادراتو لړۍ پيل شوه، د دغې ښونې مرستیال الکوزي رسنیو ته وویل چې نن باکستان ته صادرات پیليږي،

هغه ویلاوس به تورخم بندر د غلام خان بندر، او بولدک به په هفتې کې د وارداتو او صادراتو لپاره شپږ ورځې پرانیستۍ وي. افغاني صادراتو ته به د یو ځانګړي میکانیزم له مخې اجازه ورکول کیږي چې هغه پاکستان ته تیر شي.نن رسماً دغه لړۍ شروع کيږي، او په بندرونو کې تدابیر نیول کیږي او ان شاءالله پیلیږيالکوزي وویل چې د تیرو شااوخوا څلورو میاشتو راپدېخوا پاکستان ته د افغان صادارتونه وه خلاصه، د افغان تجارانو په وینا په دغه مواده کې د صاداراتو او واریداتو د بهیر ټکني کېدو له امله د دواړو خواو تجارانو ته لوی اقتصادي زیانونه اوښتې دي.بلخوا د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو هم نن دوشنبه له یاد ولایت څخه پاکستان ته د افغان صادراتو د لړۍ پیلېدوخبر نشر کړۍ وو،

دجلااباد د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي په دې اړه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:”نن لس بجې به رسماً ننګرهار څخه د تورخم له لارې کوزې پښتونخوا او پاکستان ته صادرات پیل شول

پاکستان ته دافغانستان صادرات نن پیل شول
پاکستان ته دافغانستان صادرات نن پیل شول

ښاغلي خوګیاڼي ویلي چې د تورخم دروازه به د صاداراتو او وارداتو لپاره دوه طرفه خلاصه وي.په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل تیره اونۍ وویل چې ټاکل شوې بله اونۍ به د تورخم، سپین بولدک – چمن او غلام خان د بندرونو له لارې پاکستان ته د افغان سوداګرو د مالونو صادرات پیل شي.

ګاونډي هېواد پاکستان د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ د میاشتې په سر کې لومړی د چمن سپین بولدک او بیا د مارچ په نیمايي کې د تورخم بندر د کرونا ویروس د وبا د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې بند کړل.که څه هم له نږدې دوو میاشتو راهیسې پاکستان د تورخم او چمن – سپین بولدک بندرونه افغانستان ته د ترانزیتي مالونو د وارداتو پرمخ پرانیستي، خو په تیرو شاوخوا دریو میاشتو کې د افغانستان څخه پاکستان ته هر ډول صادرات بند شوي دي.

افغان دولت په ډېرو هڅود تورخم او سپین بولدک لاره د افغان سوداګرو او صادراتو پر مخ خلاصه شوه خو اوس سوداګرو او ډرېورانو ته پکاردي چې د پاکستان لخوا په دويي باندې لګوول شوي شزایطو باندې عمل وکړي و ځکه که سوداګر په دغو شرایطو باندې عمل وننکړي نو د کرونا ویروس به نور هم زیات شي او دواړه خواوې به یو ځل بیا ستونزو سره مخ شي او ښايي یو ځل بیا دغه لاره بنده شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button