نړیوال خبرونه

پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو زیاتوالی

اسلام اباد هره ورځ شاوخوا درې زره ټنه سکاره له افغانستانه واردوي

پاکستاني ورځپاڼو لیکلي دي چې اسلام اباد له افغانستانه د ورځې کابو درې زره ټنه د ډبرو سکاره وارد وي. او پتیل کېږي چې دا کچه په ورځ کې شلو زرو ټنو ته ورسېږي. د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغانستان د ډبرو سکرو پېر په پاکستانۍ کلدارې ترسره کېږي.

پاکستان غواړي په سبي، کندانو او خوشالکوټ سیمو کې د اورګاډي پټلۍ جوړې کړي

د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان د زغالو د لېږدولو لپاره غواړي په سیبي، کنډیان او خوشحالکوټ سیمو کې د اوسپنې پټلۍ جوړې کړي. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، پاکستان ته د زغالو د صادراتو چارې د کورنیو شرکتونو له لوري ترسره کېږي.

د کوم بهرني هیواد سره رسمي یا غیر رسمي تړون

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وویل:«موږ د ډبرو سکرو په هکله له کوم بهرني هېواد سره او یا هم له کوم بهرني شرکت سره هېڅ ډول رسمي او غیر رسمي تړون نه لرو. البته موږ پلور لرو خو زموږ پلور خصوصي سکټور او کورنیو سوداګرو ته دی.» د اقتصادي چارو یو کارپوه وايي، پر کلدارو د افغانستان د صادراتي توکو خرڅلاو د هېواد پر سوداګریزو چارو او د افغانۍ پر ارزښت منفي اغیز لري.

نور یی ولوله| د افغانستان د کنګل شویو پیسو په هکله د ناروې د استازي لیدلوری

نور یی ولوله| د خوست پکتیکا زلزله ځپلو لپاره د متحده عربي اماراتو لخوا جوړ شوی ساحوي روغتون کار پیل کړ.

پاکستان ته د ډبرو سکرو په پاکستانۍ کلدارو خرڅول

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود څرګندوي:«پاکستان ته په پاکستانۍ کلدارې او یا هم په پاکستانۍ روپۍ د ډبرو سکرو پلور، فکر کوم یو غیر معقولانه اقتصادي حرکت شمېرل کېږي. دا په پاکستان په هکله ښه دی چې پاکستانیان یې ترسره کوي، خو د افغانستان دولت باید  دا ډول شی ترسره نه کړي.»

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه په هېواد کې د زغالو د بیې له لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. تر دې مخکې ځینو پاکستاني چارواکو ویلي چې، له افغانستانه پر کلدارو د زغالو په واردولو سره د پاکستان په بودجه کې تر ۲ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره سپما کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button