پاکستان ته د حامد کرزي غبرګون؛ دغه بریدونه به نه جبرانېدونکي پایلې ولري
پاکستان ته د حامد کرزي غبرګون؛ وروسته له هغې څرګند شوی چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په کندهار، خوست او پکتیا کې د هوايي بریدونو راپورونو خپرېدو سره خپل پوځي عملیات تایید کړل.
حامد کرزي شیبه وړاندې نن د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د پاکستان د بریدونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اسلاماباد باید له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب لاره خپله کړي.
پاکستان ته د حامد کرزي غبرګون؛ له اسلاماباد د ښه ګاونډیتوب غوښتنه
کرزي ویلي چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو بریدونه کړي دي.
نوموړي ادعا کړې چې اسلاماباد د خپلې «منفي تګلارې» له دوام سره هڅه کوي خپل دریځ پیاوړی کړي او ویلي یې دي چې د دغو اقداماتو اغېز اوس د پاکستان تر پولو هم رسېدلی دی.
کرزي له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب لاره غوره او خپلې اړیکې له کابل سره «متمدنانه» کړي.
پاکستان ته د حامد کرزي غبرګون؛ له افغانانو د یووالي غوښتنه
د افغانستان پخواني ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي چې افغانان، د نوموړي په وینا، د پاکستان د اقداماتو پر وړاندې «یو موټی او متحد» ولاړ دي او لا نور دې متحده شي.
د کرزي څرګندونې په داسې حال کې دي چې پاکستان وايي د افغانستان دننه یې پر هغو ۱۰ ځایونو هوايي او ډرون بریدونه کړي چې اسلاماباد یې د ډرونونو د توغولو او زېرمه کولو لپاره کارېدونکي ځایونه بولي. پاکستان وايي دغه عملیات یې د خپل ځان د دفاع په موخه کړي دي.



