افغانستان

پاکستان ته د طالبانو وزیر؛ شېراحمد حقاني: افغانان له بمباریو او سختیو نه وېرېږي

پاکستان ته د طالبانو وزیر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست شېراحمد حقاني د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په غبرګون ویلي، افغانان نه له بمباریو وېرېږي او نه هم د فشارونو پر وړاندې تسلیمېږي.

حقاني دا څرګندونې د کاپیسا ولایت په یوه پروګرام کې وکړې چې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې لپاره جوړ شوی و. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، هغو کسانو ته چې د ده په وینا د افغانستان پر خاوره یې هوايي بریدونه کړي او افغان ماشومان یې وژلي، باید وویل شي چې افغانان د سختیو او بمباریو له امله نه ماتېږي. پاکستان ته د طالبانو وزیر

هغه زیاته کړه: «موږ نه وېرېږو او نه ماتېږو، موږ داسې ځواکونه مات کړي چې تر تاسو په عصري وسلو او پرمختللې ټکنالوژۍ ډېر سمبال وو.»

پاکستان ته د طالبانو وزیر د بشري حقونو بنسټونه هم ونیول

پاکستان ته د طالبانو وزیر شېراحمد حقاني په خپلو خبرو کې د بشري حقونو پر ځینو نړیوالو بنسټونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه بنسټونه د فلسطین پر خلکو د روان وضعیت په اړه چوپ پاتې دي، خو د افغانستان په تړاو داسې راپورونه او ادعاوې خپروي چې د ده په وینا له واقعیتونو سره سمون نه لري.

هغه ادعا وکړه چې په افغانستان کې بشري حقونه رعایت شوي او د دې برخې په اړه د نړیوالو ځینې ارزونې ناسمې دي.

خبریالانو ته د دقت او امانتدارۍ سپارښتنه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې له رسنیو او خبریالانو وغوښتل چې د خبرونو د خپرولو پر مهال امانتداري، دقت او مسلکي اصول په پام کې ونیسي.

دا هم ولولئ:  د امريکا او طالبانو مذاکراتو په اړه قطر ډاډ ورکړی

د نوموړي په وینا، د رسنیو مسوولیت دا دی چې معلومات له کره سرچینو ترلاسه او له مبالغې او ناسمو معلوماتو پرته یې له خلکو سره شریک کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو امنیتي پېښو او هوايي بریدونو په تړاو بېلابېل غبرګونونه څرګند شوي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button